کوئټه۔ 12 جنوری (اے پی پی) پبلک هېلتھ انجینئرنګ (پی اېچ ای) لپاره د بلوچستان صوبائي وزير سردار عبدالرحمان خان کھېتران د خېبر پښتونخوا په شمالي وزيرستان او كرم كښې د امنيتي ځواكونو او قانون نافذ كوؤنكو ادارو لخوا انټېلي جنس بېسډ كاميابې كارروايۍ ستائلې دي۔ په يو بيان كښې هغه ووئيل چې د هېواد دښمنه عناصرو په ضد په وخت او فعاله ګامونو قومي سلامتيا ته پېښې خطرې تر …
سردار عبد الرحمن كھيتران په خيبر پښتونخوا كښې د هيواد دښمنو په ضد په كاميابو كارروائيو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې

مزید خبریں
کوئټه۔ 12 جنوری (اے پی پی) پبلک هېلتھ انجینئرنګ (پی اېچ ای) لپاره د بلوچستان صوبائي وزير سردار عبدالرحمان خان کھېتران د خېبر پښتونخوا په شمالي وزيرستان او كرم كښې د امنيتي ځواكونو او قانون نافذ كوؤنكو ادارو لخوا انټېلي جنس بېسډ كاميابې كارروايۍ ستائلې دي۔ په يو بيان كښې هغه ووئيل چې د هېواد دښمنه عناصرو په ضد په وخت او فعاله ګامونو قومي سلامتيا ته پېښې خطرې تر ډېره حده كمې كړې دي۔ دا كارروايۍ د امنيتي ادارو د پېشه ور مهارت ٬ قربانۍ او عزم عكاسي كوي۔ سردار عبدالرحمان کھېتران ووئيل چې قوم د خپلو مېړنو ځواكونو په شا ولاړ دے٬ د وطن دفاع لپاره وړاندې كېدونكې قربانۍ به تل يادې ساتلې شي۔










