کوئټه 10 جنوري (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي د خېبر پښتونخوا ضلعو شمالي وزيرستان او کرم كښې د سکيورټي فورسز او قانون نافذ کونكو ادارو د اړخه په انټيلي جنس بنيادونو په کامياب کارروائيو پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي چې د هند حمايت يافته ترهه ګرو په ضد په وخت ، مؤثره او د پريكړي وړ اقدامات د رياستي عزم، اداره جاتي همغږۍ او سکيورټي فورسز …
د بلوچستان وزير اعليٰ په شمالي وزيرستان او کرم كښې په کامياب کارروائي سکيورټي فورسز او قانون نافذ کونكو ادارو ته پيرزوئنې وړاندې كړي

مزید خبریں
کوئټه 10 جنوري (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي د خېبر پښتونخوا ضلعو شمالي وزيرستان او کرم كښې د سکيورټي فورسز او قانون نافذ کونكو ادارو د اړخه په انټيلي جنس بنيادونو په کامياب کارروائيو پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي چې د هند حمايت يافته ترهه ګرو په ضد په وخت ، مؤثره او د پريكړي وړ اقدامات د رياستي عزم، اداره جاتي همغږۍ او سکيورټي فورسز د اعليٰ پيشه وره صلاحيتونو ښكاره څرګندونه ده۔ وزيراعليٰ ووئيل سکيورټي فورسز غير معمولي جرات، بهادرۍ او پيشه وره پوهي مظاهره کولو سره د فتنه الخوارج سره تعلق لرونكو خطرناك ترهه ګر منطقي انجام ته رسولي كوم چې د هېواد امن و امان، قومي سلامتيا او بے ګناه وګړو ځاني زيان لپاره پرله پسې خطر جوړ شوې ؤ۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ټول قوم د خپلو ځواكونو او قانون نافذ کونكو ادارو سره ولاړ دې۔مير سرفراز بګټي واضحه كړه چې د هند په سرپرستۍ كښې روان د ترهه ګرو هلي ځلي به هيڅ صورت كښې نه شي زغملے او د رياست دښمن عناصرو په ضد به د فرق نه غير کارروائي روانه ساتلې شي۔










