د ريډيو پاكستان ايبټ آباد نوموړے فنكار شاكر خان تنولي د زړه ناڅاپي دورې له امله په حق ورسيد

اېبټ آباد۔ 08 جنوری (اے پی پی) د ريډيو پاكستان ايبټ آباد نوموړے فنكار شاكر خان تنولي د زړه ناڅاپي دورې له امله په حق ورسيد، شاکر خان تنولی د خپل په زړه پوري فنكارانه سفر كښې رېډيو پاكستان اېبټ آباد څخه د هندكو ژبې پروګرامونو دلارې ځايي كلتور ٬ادب او فن لطيفه ته وده وركولو كښې ځانګړې كردار ترسره كولو۔ د هغه پروګرامونو ادب او كلتوري شناخت عام اولس …

اېبټ آباد۔ 08 جنوری (اے پی پی) د ريډيو پاكستان ايبټ آباد نوموړے فنكار شاكر خان تنولي د زړه ناڅاپي دورې له امله په حق ورسيد، شاکر خان تنولی د خپل په زړه پوري فنكارانه سفر كښې رېډيو پاكستان اېبټ آباد څخه د هندكو ژبې پروګرامونو دلارې ځايي كلتور ٬ادب او فن لطيفه ته وده وركولو كښې ځانګړې كردار ترسره كولو۔ د هغه پروګرامونو ادب او كلتوري شناخت عام اولس ته رسولو كښې مهم كردار ترسره كړو۔ د ارواښاد د جنازې لمونځ د زيارت په ورځ د هغه پلارني كلي کرېړ قلندر آباد كښې ادا كړے شو په كوم كښې چې علماﺀ كرامو ٬ سياسي او سماجي شخصياتو ٬ د رېډيو پاكستان افسرانو او نورو ملګرو ګڼ شمېر كښې ګډون وكړو۔ وروستو د اېسوسی اېټډ پرېس آف پاکستان اېبټ آباد سېشن تعزيتي غونډه د سټېشن انچارج قاضي حامد ظفر په مشرۍ كښې وشوه۔ په كومه كښې چې د شاکر خان تنولی په مړينه د ژور غم دړد څرګندونه كولو سره ارواښاد له د بخښنې او غمجنې كورنۍ له د صبر او زغم دعا وكړې شو۔

مزید خبریں