د بلوچستان وزير اعليٰ مير سرفراز بګټي سره د سينيټر دنيش کمار په مشرۍ كښې اقليتي پلاوي وليدل

کوئټه 06 جنوري (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي سره د سينيټر دنيش کمار په مشرۍ كښې د اقليتي ورورولۍ پلاوي ليدلي دي چې پكښې د هنګلاج ماتا مندر ماسټر پلان، روانو او مجوزه تعميراتي منصوبو او د زمكي وركولو د چارو تفصيلي جاج واخستلے شو۔په دې موقع په خپلو خبرو كښې د بلوچستان وزيراعلي ووئيل صوبه كښې اقليتونو له بشپړ تحفظ وركړے كيږي او د هغوي …

کوئټه 06 جنوري (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي سره د سينيټر دنيش کمار په مشرۍ كښې د اقليتي ورورولۍ پلاوي ليدلي دي چې پكښې د هنګلاج ماتا مندر ماسټر پلان، روانو او مجوزه تعميراتي منصوبو او د زمكي وركولو د چارو تفصيلي جاج واخستلے شو۔په دې موقع په خپلو خبرو كښې د بلوچستان وزيراعلي ووئيل صوبه كښې اقليتونو له بشپړ تحفظ وركړے كيږي او د هغوي د مذهبي ځايونو ترقي و بحالي به د حکومت په سرپرستۍ كښې باوري كولې شي، بلوچستان كښې د ټولو مذهبونو پيروکارو ته برابر حقونه ترلاسه دي او حکومت اقليتي وروروليو مذهبي و د كلتوري ورثې تحفظ لپاره سنجيده اقدامات کوي۔د بلوچستان وزيراعليٰ د هنګلاج ماتا مندر پرمختيائي منصوبو لپاره د ټول منظور شوي فنډز په سمدستي توګه جاري كولو او د پكار زمكي زر تر زره وركولو سپارښتنه وكړه۔سينيټر دينش کمار، د صوبائي اسمبلۍ غړے سنجے کمار، د بلوچستان چيف سيکرټري شکيل قادر خان، سينئر ممبر بورډ آف ريونيو قمبر دشتي، ايډيشنل چيف سيکرټري زاهد سليم، د مواصلات او تعميرات سيکرټري لعل جان جعفر، د ځنګلونو سيکرټري عبد الفتح بھنګر، هنګلاج ماتا مندر لپاره د جوړي کمېټۍ غړي او نور اړوند چارواكي هم په دې موقع موجود وو۔

مزید خبریں