د خيبر پښتونخوا وزيراعلې به د 9 مې جنورۍ نه تر 11 د كراچۍ دوره كوي

پیښور ۔ 6 جنوري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلې سهېل آفريدي به د 9 مې نه تر 11 جنورۍ د كراچۍ دوره كوي۔د دورې په مهال به هغه د سنده د بېلو سيمو دوره كوي او د ګوند د سياسي هلو ځلو مشري به پخپله كوي۔د وزيراعلې سره به د صوبائي اسمبلۍ غړي هم وي او د ګوند مشرتابه ٬ په زندان كښې د پرتو كاركنانو او سياسي …

پیښور ۔ 6 جنوري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلې سهېل آفريدي به د 9 مې نه تر 11 جنورۍ د كراچۍ دوره كوي۔د دورې په مهال به هغه د سنده د بېلو سيمو دوره كوي او د ګوند د سياسي هلو ځلو مشري به پخپله كوي۔د وزيراعلې سره به د صوبائي اسمبلۍ غړي هم وي او د ګوند مشرتابه ٬ په زندان كښې د پرتو كاركنانو او سياسي لارښودو سره به ملاقاتونه كوي۔ دې نه غېر به سهېل آفريدي د كراچۍ پرېس كلب هم دوره كوي او د سياسي سټريټ كمپائن په لړ كښې به په بېلا بېلو سيمو كښې د ګوند كاركنانو د متحرك كولو هڅې كوي۔ د وزيراعلې خاص صلحكار شفيع الله جان ووئېل د دورې په مهال به د سنده د صوبائي حكومت غړو او د ګوند لارښودو سره هم ملاقاتونه كوي او د ګوند په داخلي چارو او سياسي تګلاره به غور كوي۔ وزيراعلې به د كراچۍ بار ايسوسي اېشن ته خطاب كوي او د سنده خپل هم منصب سره به رسمي ملاقات هم كوي ٬ دغسې چې د دواړو صوبو تر مينځه سياسي اړېكې لا قوي كړې شي۔

مزید خبریں