د كنګ سلمان ريليف سېنټر لخوا پاكستان كښې د ونټر كټس وركولو لويه منصوبه پېل شوه

پیښور ۔ 6 جنوري (اے پي پي) د كنګ سلمان هيو مينټېرين ايډ اېن ريليف سېنټر لخوا د كمزورې او ځپلې ودانۍ مرستې لپاره د خپلو كلنه د بشري خواخوږۍ هلو ځلو تر مخه پاكستان كښې د 22000 ونټر كټس ويشلو منصوبه پېل كولو اعلان كړے دے۔ د كنګ سلمان ريليف سېنټر وياند تر مخه د دې منصوبې مطابق به ايس ريليف د پاكستان 26 تر ټولو يخو او واورې …

پیښور ۔ 6 جنوري (اے پي پي) د كنګ سلمان هيو مينټېرين ايډ اېن ريليف سېنټر لخوا د كمزورې او ځپلې ودانۍ مرستې لپاره د خپلو كلنه د بشري خواخوږۍ هلو ځلو تر مخه پاكستان كښې د 22000 ونټر كټس ويشلو منصوبه پېل كولو اعلان كړے دے۔ د كنګ سلمان ريليف سېنټر وياند تر مخه د دې منصوبې مطابق به ايس ريليف د پاكستان 26 تر ټولو يخو او واورې څخه ځپلو ضلعو كښې 22000 ونټر كټس وركوي۔ دا وېش به سختو موسمي ځپلو سيمو كښې كولې شي ٬ چې پكښې خېبر پښتونخوا ٬ بلوچستان ٬ ګلكت بلتستان ٬ آزاد كشمير ٬ پنجاب او د سنده دوه سيمې شاملې دي۔ چرته چې د تودوخې درجه ډېره كمه وي۔ په هر يو ونټر كټ كښې 2 بړستنې ٬ د مېرمنو او سړو ګرمې څادرې ٬ او د كوچنيانو او لويو لپاره ګرمې جامې شاملې دي۔ د منصوبې سپېځلتيا لپاره به دا كار د مهمو شراكت دارو سره په نزدې مرسته سر ته رسولې شي ٬ چې پكښې نېشنل ډيزاسټر منېجمنټ اتهارټي ٬ صوبائي ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټيز او نورې اړوندې ادارې شاملې دي۔دې شريكو هلو ځلو سره 154000 زرو نه زياتو كسانو ته د ګټې رسېدو هيله ده۔كومه چې د كنګ سلمان سېنټر د پاكستان ضرورت مندو ستونزې كمولو او ښیګړې له پورته كوونكې ګامونه څرګندونه وي۔

مزید خبریں