كوئټه۔ 5 جنوري (اے پي پي) د بلوجستان وزيراعلې مير سرفراز بګتي وئېلي دي د نن نه 77 كاله اګاهو ملګرو ملتونو د كشميري اولس حق خود اراديت تسليم كړے ؤ خو افسوس دے چې تر نن ورځې كشميرے قام د خپل بنيادي او تسليم شوي حق نه محروم دے۔ د كشيريانو د حق خود اراديت ورځې په موقع په ايكس خپل پېغام كښې وزيراعلې ووئېل د هند په غېر …
د كشمير مسئلې هوارے په منطقه كښې د تل پاتي امن لپاره ضروري دے٬ د بلوجستان وزيراعلې

مزید خبریں
كوئټه۔ 5 جنوري (اے پي پي) د بلوجستان وزيراعلې مير سرفراز بګتي وئېلي دي د نن نه 77 كاله اګاهو ملګرو ملتونو د كشميري اولس حق خود اراديت تسليم كړے ؤ خو افسوس دے چې تر نن ورځې كشميرے قام د خپل بنيادي او تسليم شوي حق نه محروم دے۔ د كشيريانو د حق خود اراديت ورځې په موقع په ايكس خپل پېغام كښې وزيراعلې ووئېل د هند په غېر قانوني تسلط لاندې جمو كشمير كښې د هند ظلمونه پرله پسې روان دي چرته جې بې ګناه كشميريان د سختو بشري حقونو خلاف ورزيو سره مخ دي۔ ده د ڼړيوالۍ ورورولۍ خاموشي خفګاني او د غندنې وړ ګرځولو سره ووئېل د بشري حقونو د نړيوالو علمبردارو كردار په دې مهمه مسئله د پوښتنې وړ دے۔ مير سرفراز بګتي ووئېل د بلوچستان اولس او حكومت د كشميريانو ورونړو سره اوږه په اوږه ولاړ دي او د كشميريانو د جائزو حقونو به په هره كچه اخلاقي او سياسي مرسته به روانه ساتي۔وزيراعلې ووئېل د كشمير خلقو ته حق خود اراديت د ملګر ماتونو د قراردادونو تر مخه تر لاسه كېدل پكار دے او د كشمير مسئلې منصفانه حل د تل پاتي امن لپاره ضروري دے۔










