د رباني خان كاكړ پخواني وزيراعظم ذوالفقار علي بهټو ته په 98 مه سالګره ته پيرزوئنې

كوئټه۔ 5 جنوري (اے پي پي) د پيپلز پارټي بلوجستان جنرل سېكرټري رباني خان كاكړ باني چيئرمېن او د هېواد وړومبي ټاكلي وزيراعظم شهيد ذوالفقار علي بهټو ته په 98 سالګره هېواد له د هغه جمهوري ٬ سياسي خدمات ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي هغه د محلات نه سياست د عام وګړي درشل ته ورسوو ٬ داسې شخصيات په پېړيو پس پېدا كېږي ٬ عام وګري ته د …

كوئټه۔ 5 جنوري (اے پي پي) د پيپلز پارټي بلوجستان جنرل سېكرټري رباني خان كاكړ باني چيئرمېن او د هېواد وړومبي ټاكلي وزيراعظم شهيد ذوالفقار علي بهټو ته په 98 سالګره هېواد له د هغه جمهوري ٬ سياسي خدمات ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي هغه د محلات نه سياست د عام وګړي درشل ته ورسوو ٬ داسې شخصيات په پېړيو پس پېدا كېږي ٬ عام وګري ته د ووټ حق په وركولو او د يو متفقه آئين د لارې هغه د هېواد برخې قوي كړې او وفاق يې مضبوط كړو ٬ كومې چې مهمې كارنامې دي۔ خپل بيان كښې رباني خان كاكړ ووئېل د طبقاتي نظام خاتمې او د غريبو پرمختګ او خوشحالۍ لپاره زرعي اصلاحات او د لېبر اصلاحات نظام په عملي توګه معرفي كړے شو ٬ ذوالفقار علي بهټو په وړومبي ڼړيوال اسلامي كانفرنس كولو هېواد ته وقار وبخښولو۔ ده ووئېل ذوالفقار علي بهټو د هېواد سلامتيا او خود مختارۍ مظبوطولو لپاره هېواد اتومي طاقت جوړ كړو او د هېواد دفاع يې نا قابل تسخير كړه۔ دغسې د هېواد معيشت استحكام لپاره يې سټيل ملز قام ته وركړو۔ رباني خان ووئېل نن د قائد عوام شهيد ذوالفقار علي بهټو پېدائش زمونږ د ټولو لپاره د لوظ د تجديد ورځ ده۔

مزید خبریں