لكي مروت كښې د ترهه ګرو د فېكټرۍ په بس بريد٬ يو كس په حق ورسېد ٬ ګن ژوبل

پیښور ۔ 05 جنوري (اے پي پي) د لكي مروت ناور خېل موړ سره نزدې د ګل په ورځ ترهه ګرو د شخصي فېكټرۍ په بس بريد وكړو ۔ ډي پي او لكي مروت ووئېل ترهه ګرو د شخصي سېمنټ فېكټرۍ په ګاډي د آئې اي ډي چاودنه وكړه د كومې په نتيجه كښې چې يو كس په حق ورسېد او د دوو مېرمنو پشمول 9 كسان ژوبل شول۔ ډي …

پیښور ۔ 05 جنوري (اے پي پي) د لكي مروت ناور خېل موړ سره نزدې د ګل په ورځ ترهه ګرو د شخصي فېكټرۍ په بس بريد وكړو ۔ ډي پي او لكي مروت ووئېل ترهه ګرو د شخصي سېمنټ فېكټرۍ په ګاډي د آئې اي ډي چاودنه وكړه د كومې په نتيجه كښې چې يو كس په حق ورسېد او د دوو مېرمنو پشمول 9 كسان ژوبل شول۔ ډي پي او لكي مروت ووئېل ژوبل شوي سمدستي نزدې روغتون ته منتقل كړے شول او ټولو ژوبل شوو ته طبي مرسته وركړې كېږي۔ پوليس د پیښې پلټنې پېل كړې دي او په سيمه كښې امنيت لا سخت كړے شوے او د لټون آپرېشن روان دے۔

مزید خبریں