کوئټه 05 جنوري (اے پي پي) د خزاني او معدنيات صوبائی وزیر میر شعیب نوشیروانی په مشرۍ كښې نېشنل فنانس کمېشن چمتو والي په اړه مشاورتی غونډه وشوه۔ممبر نیشنل فنانس کمېشن محفوظ علی خان ، ایډیشنل سیکرټري فنانس عارف اچکزئي او کنسلټنټس فنانس په غونډه كښې ګډون كولو۔د خزاني صوبائی وزیر ته نېشنل فنانس کمیشن این ایف سي ایوارډ په اړه د فنانس ډلي د صوبې معاشي ضروریات ٬ خرڅونو …
د وفاقی حکومت سره په ګډه به د بلوچستان اولس د حقونو تحفظ باوري كولې شي۔میر شعیب نوشیروانی

مزید خبریں
کوئټه 05 جنوري (اے پي پي) د خزاني او معدنيات صوبائی وزیر میر شعیب نوشیروانی په مشرۍ كښې نېشنل فنانس کمېشن چمتو والي په اړه مشاورتی غونډه وشوه۔ممبر نیشنل فنانس کمېشن محفوظ علی خان ، ایډیشنل سیکرټري فنانس عارف اچکزئي او کنسلټنټس فنانس په غونډه كښې ګډون كولو۔د خزاني صوبائی وزیر ته نېشنل فنانس کمیشن این ایف سي ایوارډ په اړه د فنانس ډلي د صوبې معاشي ضروریات ٬ خرڅونو او محاصل په اړه تفصیلی بریفنګ وركړو۔ د خزاني صوبائی وزیر په دې موقع ووئيل د بلوچستان اولس له معاشي و معاشرتي حقونه وركولو ته پام لرنه كوو۔ده ووئيل د خزاني صوبائی محکمې د این ایف سي ایوارډ لپاره يوه كوټلې او تحقیقي تګلاره جوړه كړې چې پكښې د بلوچستان آبادي ، پسماندګي ، زمكه او نور مهم عوامل بنیاد ګرځولې شوي ۔مونږ به د وفاقي حکومت سره په ګډه د بلوچستان اولس د حقونو تحفظ باوري كوو۔










