پېښور ۔ 05 جنوري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي وئيلي دي كشميري اولس د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له ستړې له 7 لسيزو څخه راروانې ساتلي دي او د ملګرو ملتونو قراردادونه اوس هم مؤثر او د عمل وړ دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د كشميري اولس د خپلواكۍ ورځ په موقع خپل پېغام كښې وكړه۔ ګورنر ووئيل د هند …
كشميري اولس د خپلواكۍ حق له ستړې د 7 لسيزو څخه راروانې ساتلې دي ٬ د ملګرو ملتونو قراردادونه اوس هم مؤثر او د عمل وړ دي: ګورنر فيصل كريم كنډي

مزید خبریں
پېښور ۔ 05 جنوري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي وئيلي دي كشميري اولس د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له ستړې له 7 لسيزو څخه راروانې ساتلي دي او د ملګرو ملتونو قراردادونه اوس هم مؤثر او د عمل وړ دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د كشميري اولس د خپلواكۍ ورځ په موقع خپل پېغام كښې وكړه۔ ګورنر ووئيل د هند لخوا كشميريان د خپلواكۍ حق څخه محروم ساتل د نړيوال قانون ښكاره خلاف ورزي ده۔ ده ووئيل د جبري قوانين او تر ډېرې مودې د قېد وبند د لاسه كشميرے اولس د يرې په سېوري كښې په ژوند كولو مجبور دے٬ عام كشميريان تشدد او د بې كوره كېدو په څير يو شمېر پېښو سره مخ دي۔ فېصل کريم کنډي اوبه د وسلې په توګه كارول د منطقې امن لپاره خطري ګرځولو سره ووئيل د سندھ طاس لوظنامې په يو اړخيزه توګه معطل كول د نړيوالو ذمه وارو ښكاره خلاف ورزي ده۔ د ده وېنا وه چې د كشمير څخه وتونكو دريابونو په اوبو قابو د منطقې ثبات لپاره سنګين چېلنج جوړېږي۔ ګورنر په ډاګه كړه چې د كشمير مسئله د طاقت دلارې نه بلكې د خبرو او د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې حل كېدې شي۔










