بټ خيله 04 جنوري (اے پي پي) د کشمير، ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير او پاکستان مسلم ليګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجينئر امير مقام وئيلي چې خېبر پښتونخوا كښې بوئ بدلون په نظز راځي،اولس د رښتيا او دروغو ، وفادارۍ او بے وفائۍ كښې فرق کول پېل كړي،د خېبر پښتونخوا حکومت 13 كلن دور كښې اولس له د تعليم، صحت، روزګار او انفراسټرکچر په څانګو څه هم …
خېبر پښتونخوا كښې بوئ بدلون په نظز راځي،اولس د رښتيا او دروغو ، وفادارۍ او بے وفائۍ كښې فرق کول پېل كړي۔وفاقي وزير امير مقام

مزید خبریں
بټ خيله 04 جنوري (اے پي پي) د کشمير، ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير او پاکستان مسلم ليګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجينئر امير مقام وئيلي چې خېبر پښتونخوا كښې بوئ بدلون په نظز راځي،اولس د رښتيا او دروغو ، وفادارۍ او بے وفائۍ كښې فرق کول پېل كړي،د خېبر پښتونخوا حکومت 13 كلن دور كښې اولس له د تعليم، صحت، روزګار او انفراسټرکچر په څانګو څه هم نه دي وركړي ، كال 2025 كښې پاکستان کاميابۍ ترلاسه كړي ٬ هند له ماتې وركړې شوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ طوطه کان، بټ خيله مالاکنډ كښې نادرا سينټر پرانستي په موقع اولسي غونډي ته وينا كښې وكړه۔ وفاقي وزير انجينئر امير مقام طوطه کان كښې د نادرا سينټر پرانسته وكړه۔اولسي غونډي ته وينا كښې وفاقي وزير انجينئر امير مقام ووئيل سياست وروستو خو پاکستان تر ټولو اول دے، په 4 جنوري د بټ خيلې طوطه کان سيمه كښې دا عظيم الشان اولسي غونډه د دې خبري ښكاره ثبوت دے چې د خېبر پښتونخوا اولس د رښتيا او دروغو ، وفادارۍ او بے وفائۍ كښې فرق کول پېل كړي،ګڼ شمير كسانو جوش و جذبه كتلو سره خوشحاله شوې يم۔ وفاقي وزير انجينئر امير مقام د اولس د بشپړه هركلي او ميني مننه كولو سره ووئيل زه دا جذبات يواځې د خپل ځان نه بلکه قائد مسلم ليګ (ن) مياں محمد نواز شريف، وزيرِاعظم محمد شهباز شريف او ټول ګوند قيادت د اړخه قبلوم۔ده ووئيل د نن دا غونډه مونږ كال 2025 كښې پاكستان ته ترلاسه شوې کاميابيو په نوم كوو،په دفاعي ميدان وي يا معاشي محاذ وي يا په سفارتي كچه پاکستان كوم پيش رفت کړې۔ وفاقي وزير د پاك پژځ د مړانې قيادت ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل فيلډ مارشل سيد عاصم منير په مشرۍ كښې او د وزيرِاعظم شهباز شريف په وخت پريكړو په سوب پاکستان د خپل ځان څخه څو چنده لوئ طاقت له ماتې وركړې او قومي وقار ئې بحال کړې۔ده ووئيل بايد ټول قوم په دغه کاميابيو پاك پوځ او قومي قيادت ته سلام او داد وركړي۔ده د نوي كال 2026 مبارکي وركولو سره هيله څرګنده كړه چې د لوے څښټن فضل و کرم سره به دا كال د پاکستان لپاره نوري کاميابۍ راوړي۔ده ووئيل خېبر پښتونخوا كښې يو لوئ مثبت چينج په نظر راځي ، په خاص توګه ځوانانو كښې كوم چې تير وخت كښې بے لاري كولو سره د رياست او ادارو په ضد ودرولې شوې وو۔ انجينئر امير مقام د خېبر پښتونخوا په صوبائي حکومت تنقيد کولو سره ووئيل 13 كلن دور كښې د اولس لپاره تعليم، صحت، روزګار او انفراسټرکچر په څانګو كښې څه هم نه دي شوي۔ ده پوښتنه وكړه كه پنجاب كښې دانش اسکول جوړيدې شي نو خېبر پښتونخوا كښې ولي نه ؟ آيا دلته غيور پښتون ځوانان صلاحيت او ټيلنټ نه لري ؟ ده ووئيل د صوبے وزيرِاعليٰ لاهور په كوڅو كښې د ګرځيدو په ځائې په خپله صوبه كښې تعليم، صحت او كروندګرو لپاره عملي اقدامات ولي نه كوي۔ وفاقي وزير انجينئر امير مقام ووئيل روغتونونو كښې داروګان نشته، پوهنتونونو كښې د مسئلو انبار دې او صوبائي وسائل د اولسي ښںېګړے په ځائې منفي سياست لپاره استعماليږي۔د خبرو اترو په اړه خبره كولو سره انجينئر امير مقام واضحه كړه چې مسلم ليګ (ن) عمر له خبرو اترو ته پام لرنه كړي، وزيرِاعظم شهباز شريف بيا بيا د خبرو اترو وئيلي ، خو خبري اتري په هغه صورت كښې ممکن دي چې بل فريق اول پاکستان اومني ، 9 مئي په پېښو بخښنه اوغواړي او بيا د ادارو په ضد د كركي وړ سياست پيږدي۔ده چيلنج وركړو چې د سرکاري وسائلو نه غير ، حکومت څخه وتللو سره اولس ته راشي نو د اصل مقبوليت اندازه به وشي۔انجينئر امير مقام اولس ته اپيل وكړو چې مسلم ليګ (ن) له يوه موقع وركړئ۔ده ووئيل كه يو كال موقع هم ترلاسه شوه نو تاسو به اوګورۍ چې نواز شريف او شهباز شريف په قيادت كښې پرمختګ څنګه كيږي۔ده د سجاد خان او نورو ځائې لارښودو لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه ۔ ده ووئيل د ملاکنډ اولس له پارليمنټ كښې يو قوي غږ ته اړتيا ده كوم چې اولس مسئلې په حقيقي معنو كښې رامخې ته كړي۔په دې موقع ضلعي صدر مسلم ليګ (ن) مالاکنډ سجاد خان، جنرل سکريټري ګل زمان خان، پخواني صوبائي وزير او د ګوند د سوات ډويژن صدر واجد علي خان، پخواني صوبائي وزير مالاکنډ ډويژن جنرل سکرټري محمد علي شاه خان، سينئر نائب صدر فريد خان يوسفزئي ،سينئر نائب صدر ايصال خان، صوبائي جائنټ سيکرټري نجيم خان، يوتھ کوآرډينيټر ارشد علي خان، سټي صدر علي محمد خان، عبدالله خان يوسفزئي ،آصف خان تيران، شفيق خان پراچه،ګل زمين خان صوبائي کوآرډينيټر ليبر ونګ، نورکرم ميجر، يار محمد،پخواني ناظم جاويد الف خان،نذير حسين،او نور د ګوند عهديدار ، لارښود او كارمندان موجود وو٬ په اولسي غونډه كښې د پي ټي آئي پشمول بېلو سياسي ګوندونو څخه مستعفي شويو آياز خان،آفرين ماچکنئ،احسان الله خان، سلطان روم باچا،بخت مولا،انور حيات خان او ګل رحمان سره د خپلو خپلو ملګرو په قائد محمد نواز شريف، وزير اعظم محمد شهباز شريف او صوبائي صدر مسلم ليګ (ن) خېبر پښتونخوا انجينئر امير مقام باور كولو سره مسلم ليګ (ن) كښې شموليت اختيار کړو۔










