لندن 02 اکتوبر (اے پي پي) وزير اعظم محمد شهباز شريف د آزاد کشمير په صورتحال د تشويش څرګندوني سره قانون نافذ کونكو ادارو ته د مظاهرچيانو سره د تحمل څخه د كار اخستلو او څه ډول غير ضروري سختۍ څخه د ډډي كولو سپارښتنه كړې او په حکومتي كچه د مسئلے په امناكه ډول حل کولو لپاره مذاکراتي کمېټۍ كښې توسيع کړې ده او سينيټر رانا ثنا الله، وفاقي …
وزير اعظم شهباز شريف د آزاد کشمير صورت حال نوټس واخست،د مسئلے په امناكه ډول حل كولو لپاره مذاکراتي کمېټۍ كښې توسيع، قانون نافذ کونكو ادارو ته د مظاهرچيانو سره د تحمل څخه د كار اخستلو سپارښتنه
لندن 02 اکتوبر (اے پي پي) وزير اعظم محمد شهباز شريف د آزاد کشمير په صورتحال د تشويش څرګندوني سره قانون نافذ کونكو ادارو ته د مظاهرچيانو سره د تحمل څخه د كار اخستلو او څه ډول غير ضروري سختۍ څخه د ډډي كولو سپارښتنه كړې او په حکومتي كچه د مسئلے په امناكه ډول حل کولو لپاره مذاکراتي کمېټۍ كښې توسيع کړې ده او سينيټر رانا ثنا الله، وفاقي وزيران سردار يوسف، احسن اقبال، د آزاد کشمير پخواني صدر مسعود خان او پيپلز ګوند لارښود قمر زمان کائره کمېټۍ كښې شامل کړې دي۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه د زيارت په ورځ جاري شوې بيان له مخې وزير اعظم محمد شهباز شريف د آزاد کشمير صورت حال سخت نوټس اخستلو سره لهته وګړو ته په امناكه ډول د پاتې كيدو اپيل كړې۔ وزيراعظم ووئيل امناكه احتجاج د هر وګړي آئيني او جمهوري حق دے دغسې مظاهرچيان دې امن ته د زيان رسولو څخه دډه وكړي۔ده ووئيل حکومت د کشميريانو مسئلو حل كولو له هر وخت چمتو دے۔ وزيراعظم د مظاهرو په مهال د رامخې ته شويو پېښو د پلټنو امر كړې دے۔ وزيراعظم د احتجاجي مظاهرو په مهال ځپلې شويو كورنو ته امداد ورسولو هم سپارښتنه كړې ده۔بيان له مخې په حکومتي كچه د مسئل امناكه حل له مذاکراتي کمېټۍ كښې سينيټر رانا ثنا الله، وفاقي وزيران سردار يوسف، احسن اقبال، د آزاد کشمير پخوانې صدر مسعود خان او پيپلز ګوند لارښود قمر زمان کائره شامل کړې شوي۔دې نه ځانله وزيراعظم مذاکراتي کمېټۍ ته په سمدستي توګه مظفرآباد ته د تللو او د مسئلې حل كطولو سپارښتنه كرې ده۔ وزيراعظم د ايکشن کمېټۍ غړو او قيادت څخه اپيل کړې چې حکومتي مذاکراتي کمېټۍ سره مرسته وكړي۔ کمېټي به خپل سفارشات او مجوزه حل غير د تاخير وزيراعظم آفس ته لېږي دغسې چې د مسئلو سمدستي مخنيوي له ګامونه پورته كرې شي۔ وزيراعظم هېواد ته راستنيدو سره د مذاکرات عمل پخپله د نګرانۍ كولو اعلان کړې دے۔











