اسلام آباد 02 اکتوبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې حکومت په آزاد کشمير كښې روان احتجاج او مسئلې د مكالمے او د قانون د لارې د هوارولو عزم لري٬ هيله لرو چې د شريكې مكالمے د لارې به ټولې مسئلې په زړه پوري او سوله ايزه فضا كښې هوارې شي۔ د زيارت په ورځ مظفر آباد ته د روانېدو نه …
حکومت په آزاد کشمير كښې روان احتجاج او مسئلې د مكالمے او د قانون د لارې د هوارولو عزم لري٬ هيله لرو چې د شريكې مكالمے د لارې به ټولې مسئلې په زړه پوري او سوله ايزه فضا كښې هوارې شي۔ وفاقي وزير احسن اقبال
اسلام آباد 02 اکتوبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې حکومت په آزاد کشمير كښې روان احتجاج او مسئلې د مكالمے او د قانون د لارې د هوارولو عزم لري٬ هيله لرو چې د شريكې مكالمے د لارې به ټولې مسئلې په زړه پوري او سوله ايزه فضا كښې هوارې شي۔ د زيارت په ورځ مظفر آباد ته د روانېدو نه وړاندې ميډيا سره په خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل د وزيراعظم لخوا د لوړې كچې كمېټي جوړه شوې ده كومه چې به د ګراٶنډ ريالټي جاج اخلي او په آزاد كشمير كښې به شراكتدارو سره ملاقاتونه كوي۔ ده ووئيل چې مونږ مظفرآباد ته د لوړې كچې په دوره روان يو٬ دغسې چې د صورتحال د نزدې نه جاج واخلو او اولس سره نېغ په نېغه خبرې اترې وكړې شي، هر چرته چې قانوني حل ممكن وي حكومت د اولس د جائز مسئلو حل كښې خپل كردار لوبولو لپاره چمتو دے۔ وفاقي وزير د آزاد کشمير د محب وطن اولس جذباتو تسليمولو سره په سيمه كښې د سولې ثبات او تحمل د مظاهرې اپيل كړے دے۔ ده ووئيل چې مونږ د آزاد کشمير د اولس د جذباتو احترام كوٶ او دوي له باور وركوٶ چې د دوي مسئلې به نظر انداز كولې نه شي، مونږ هيله لرو چې د ګډې مكالمے د لارې به ټولې مسئلې په مثبت او سوله ايز ډول هوارې شي











