د وزیراعظم په سفارش صدر مملکت د بشري خواخوږۍ او د آئیني تقاضو په بنسټ د عبدالباسط د مرګ سزا معاف كړه

اسلام آباد 01 اکتوبر (اے پي پي) د پاكستان وزیراعظم شهباز شریف په سفارش صدر مملکت د بشري خواخوږۍ او د آئیني تقاضو په بنسټ د عبدالباسط د مرګ سزا معاف كړې٬ د وزیراعظم قیادت او د دوي انصاف او بشري همدردۍ سره تړون د دې پرېكړې په باوري كولو كښې بنيادي حېثيت لري٬ د قانون وفاقي وزیر سینیټر اعظم نذیر تارړ هم په دې عمل كښې فعاله ٶ٬ او …

اسلام آباد 01 اکتوبر (اے پي پي) د پاكستان وزیراعظم شهباز شریف په سفارش صدر مملکت د بشري خواخوږۍ او د آئیني تقاضو په بنسټ د عبدالباسط د مرګ سزا معاف كړې٬ د وزیراعظم قیادت او د دوي انصاف او بشري همدردۍ سره تړون د دې پرېكړې په باوري كولو كښې بنيادي حېثيت لري٬ د قانون وفاقي وزیر سینیټر اعظم نذیر تارړ هم په دې عمل كښې فعاله ٶ٬ او د بشري حقونو وزارت د پنجاب پریزن ډیپارټمنټ سره په نزدې رابطه كښې پاتې كېدو سره دا معامله پاتې ته رسولې۔ دا خبره د شورو په ورځ د بشري حقونو وزارت لخوا په جاري خبره پاڼه كښې شوې۔ د يادونې وړ ده چې عبدالباسط څوك چې يو معذوره بندي ٶ٬ د صدر مملکت لخوا د آئین آرټیکل 45 له مخې د معافۍ نه پس د شورو په ورځ د فیصل آباد مركزي زندان څخه خوشې كړې شوې۔ د وزیراعظم او د بشري حقونو د وفاقي وزیر د امر په رڼا كښې بشري حقونو لپاره پارلماني سېكرټري صبا صادق د شورو په ورځ د عبدالباسط خوشې كولو په موقع د فیصل آباد مركزي زندان ته رسېدلے وه۔ په دې موقع صبا صادق ووئيل چې زه د وزیراعظم او د قانون او انصاف وفاقي وزیر په خاص امر عبدالباسط سره ملاقات له راغلې يم۔ دې د مقتول كورنۍ سره د همدردۍ څرګندونه كولو سره ووئيل اګرچه يو اقدام د دوي غم كمولې نشي خو دا پرېكړه د انصاف او د انسانيت د ھغه اصولو عكاسي كوي د كومې د ودې او تحفظ چې رياست پابند دے

مزید خبریں