اسلام آباد 01 اكتوبر (اے پي پي)د بشري حقوق وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ سره په پاكستان كښې د امريكې نګران ناظم الامور نټالي بيكر د شورو په ورځ بشري حقوق وزارت آفس كښې ملاقات كړې۔د وزارت لخوا جاري شوي پرېس ريليز له مخې وفاقي وزير په دې موقع د پاكستان او امريكې ترمينځه اوږدې مودې شراكتدارۍ اهميت رامخې ته كولو سره ووئيل چې د دواړو هېوادونو اړيكې شريك …
د پاكستان-امريكې اړيكې د شريكې خيرسګالۍ او مرستې په فضا كښې مخ په وړاندې روانې دي۔د بشري حقوق وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ دامريكې نګران ناظم الامور نټالی بيكر سره ملاقات كښې خبرې اترې
اسلام آباد 01 اكتوبر (اے پي پي)د بشري حقوق وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ سره په پاكستان كښې د امريكې نګران ناظم الامور نټالي بيكر د شورو په ورځ بشري حقوق وزارت آفس كښې ملاقات كړې۔د وزارت لخوا جاري شوي پرېس ريليز له مخې وفاقي وزير په دې موقع د پاكستان او امريكې ترمينځه اوږدې مودې شراكتدارۍ اهميت رامخې ته كولو سره ووئيل چې د دواړو هېوادونو اړيكې شريك احترام او باور اډانه دي۔ده په دې امر د اطمينان څرګندونه وكړه چې د پاكستان وزيراعظم واشنګټن اوسنۍ دوره د دواړو هېوادونو ترمينځه سياسي تفاهم ته لا وده وركړې تاو دوه اړخيزه مرسته په نوې امكانات روښانه كړي۔ډلو د پاك-امريكې اړيكو كښې اوسنې مثبت پېشرفت ستائېلې او د دې عزم پخلې كړی چې شريك رابطې پرله پسې خبرو اترو٬مرسته او خېرسګالۍ په بنياد لا قوي جوړ كړې شي۔په دې موقع سيمه ايز استحكام٬پرمختګ او اولسي كچه اړيكو ودې په اهميت هم زور راوړې۔سينيټر اعظم نذير تارړ وئېلي دي چې پاكستان امريكې سره خپلو ملګرتيا اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او سياسي٬معاشي او سماجي څانګو كښې مرستې خوښي لري۔نټالي بيكر په دې موقع د دې عزم پخلې وكړو چې امريكا به پاكستان سره د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې مرسته روانه ساتي۔ملاقات خوشګوار او تعميري ماحول كښې شوې چې پكښې د پاكستان او امريكې اړيكې لا مستحكم كولو عزم څرګندونه كړی











