اسلام آباد 01 اكتوبر (اے پي پي)د قومي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفٰی كمال وئېلي دي چې د روغتيا په څانګه كښې ښه والي لپاره اصلاحات كوو٬لرې پرتو پسمانده سيمو كښې ټيلي ميډيسن د لارې طبي آسانۍ وركولو لپاره لوظي يو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ورلډ بانك كنټري ډائرېكټر بلورما امګابازر(Bolormaa Amgaabazar) سره ملاقات په مهال كړې۔ده ووئيل چې د رنځورانو طبي ډيټا محفوظ ساتلو لپاره يونيورسل ريكارډز باوري …
د روغتيا په څانګه كښې ښه والي لپاره اصلاحات كوو۔وفاقي وزير سيد مصطفٰی كمال د ورلډ بانك كنټري ډائرېكټر بلورما امګابازر سره ملاقات كښې خبرې اترې
اسلام آباد 01 اكتوبر (اے پي پي)د قومي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفٰی كمال وئېلي دي چې د روغتيا په څانګه كښې ښه والي لپاره اصلاحات كوو٬لرې پرتو پسمانده سيمو كښې ټيلي ميډيسن د لارې طبي آسانۍ وركولو لپاره لوظي يو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ورلډ بانك كنټري ډائرېكټر بلورما امګابازر(Bolormaa Amgaabazar) سره ملاقات په مهال كړې۔ده ووئيل چې د رنځورانو طبي ډيټا محفوظ ساتلو لپاره يونيورسل ريكارډز باوري كوو٬پاكستان كښې 68 فيصده رنځونه د خرابو اوبو له امله پیدا كيږي۔د پاكستان روغتيا څانګې ته رامخې ته شويو چېلنجونو او د دې پائيدار حل په اړه په تفصيلي ډول د خيالاتو څرګندونه شوي۔ده ووئيل چې د روغتيا په څانګه كښې ډېر چېلنجونه رامخې ته شوي٬د پاكو اوبو وركولو سره د 68 فيصده رنځونو څخه بچ كېدے شو چې د كوم حل چې د پاكو اوبو وركول٬اولسي خبرتيا او شريكو هڅو كښې پټ دے۔د ورلډ بانك ډائرېكټر وئېلي دي چې د قومي روغتيا وزارت د تېرو 6 مياشت كاركردګي د ستائنې وړ ده۔ده ووئيل چې د روغتيا وزارت د 6 مياشت په شاندار كاركردګۍ د روغتيا وزارت روانو پروژو بشپړه تائيد او توثيق كوي۔په ملاقات كښې د هېلت ايډېشنل سېكرټري او د هېلتھ ډي جي هم ګډون كړې











