د چين عظيم قام ته په 76مې قامي ورځ مباركي٬د جديد چين مثالي كاميابۍ نړۍ لپاره د لارې مشال دے۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق

اسلام آباد01 اكتوبر (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د پاكستان پارليمان او اولس لخوا د عوامي جمهوريه چين صدر شي جن پنګ٬د وزيراعظم لي چيانګ٬د سټينډنګ كمېټۍ آف نېشنل پيپلز كانګريس چيئرمېن مسټر ژاؤ ليجي او د چين عظيم قوم ته په عوامي جمهوريه چين 76مې قامي ورځ په موقع مباركي وركولو سره وئېلي دي چې د جديد چين مثالي كاميابۍ د نړۍ لپاره د لارې …

اسلام آباد01 اكتوبر (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د پاكستان پارليمان او اولس لخوا د عوامي جمهوريه چين صدر شي جن پنګ٬د وزيراعظم لي چيانګ٬د سټينډنګ كمېټۍ آف نېشنل پيپلز كانګريس چيئرمېن مسټر ژاؤ ليجي او د چين عظيم قوم ته په عوامي جمهوريه چين 76مې قامي ورځ په موقع مباركي وركولو سره وئېلي دي چې د جديد چين مثالي كاميابۍ د نړۍ لپاره د لارې مشال دے۔د شورو په ورځ په خپل پېغام كښې سپيكر د چين عظيم لارښود مائوزے تنګ زيرك قيادت او د هغه شاندار خذمات ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي چې مائوزے تنګ چين يو لويې نړيوال طاقت جوړولو بنياد اېښودلې او د نړۍ هېوادونو لپاره د انقلابي ماډل په توګه وړاندې كړې۔ ده ووئيل چې جديد چين مثالي كاميابۍ نړۍ لپاره د لارې مشعل دے۔ سپيكر ووئيل چې پاك-چين دوستي په منطقه كښې امن، خوشحالي او استحكام زمونږ د مشتركه وژن عملي ثبوت دے۔ ده زياته كړه چې د پاكستان او چين بې مثاله دوستي په شريك باور٬ احترام او د مشتركه ګټو اډانه ده او په هر سخت وخت كښې آزمائيلي شوې ده

مزید خبریں