اسلام آباد 01 اكتوبر (اے پي پي) وړومبۍ مېرمن آصفه بھټو زرداري ګرد هېواد كښې په مېرمنو زور راوړې چې مېرمنې دې برېسټ كېنسر په سنجيدګۍ سره واخلي او خپل صحت او خېرښګړې ته دې وړومبۍ ترجيح وركړي٬ يوه مور٬ لور يا خور بچ كول په اصليت كښې زمونږ راتلونكې كول بچ كول دي۔ د ايوان صدر پريس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د برېسټ كېنسر په اړه …
مېرمنې دې خپل صحت ته ترجيح وركړي٬ يوه مور٬ لور يا خور بچ كول په اصليت كښې زمونږ راتلونكې كول بچ كول دي۔ وړومبۍ مېرمن آصفه بھټو زرداري
اسلام آباد 01 اكتوبر (اے پي پي) وړومبۍ مېرمن آصفه بھټو زرداري ګرد هېواد كښې په مېرمنو زور راوړې چې مېرمنې دې برېسټ كېنسر په سنجيدګۍ سره واخلي او خپل صحت او خېرښګړې ته دې وړومبۍ ترجيح وركړي٬ يوه مور٬ لور يا خور بچ كول په اصليت كښې زمونږ راتلونكې كول بچ كول دي۔ د ايوان صدر پريس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د برېسټ كېنسر په اړه د شعور بېدارولو مياشت په پېل پېغام كښې آصفه بھټو زرداري ووئيل چې برېسټ كېنسر پاكستان كښې په مېرمنو كښې عام رنځ دے او په 9 كښې يوه مېرمن دې رنځ سره مخ ده۔ دې په دې خبره زور راوړو چې په وخت تشخيص سره د دې رنځ څخه بچ كېدې شي او كه د رنځ تشخيص او علاج په وخت وشي نو 90 فيصده بچ كېدل ممكن كېدې شي۔ دې مېرمنو ته تاكيد وكړو چې ھغوي دې په باقاعدګۍ سره خپله معائنه كوي٬ د 30 كالو عمر نه پس کلينکل معائنې وكړئ٬ د څلوېښت كالو په عمر كښې ميموګرافي وكړئ او د هر ډول غېر معمولي علامت په صورت كښې معالج سره رجوع وكړئ۔ دې صحت مند ژوند تېرولو په اهميت زور راوړو دغسې چې د دې رنځ خطرو څخه بچ شۍ۔ وړومبۍ مېرمن د دې خبرې ستائنه وكړه چې يو شمېر تنظيمونه، ډاکټرز، نرسز، رضاکار او کميونټي ګروپس د كلونو راهسې په مېرمنو كښې شعور بېدارولو او د برېسټ كېنسر نه په بچ كېدو كښې د مېرمنو مرسته كوي۔ دې ووئيل چې د دوي خدمات د اعتراف او ستائنې مستحق دي۔ دې ووئيل كه د شعور بېدارولو كمپائن او د درملنې د لارې مونږ يوه مور٬ لور يا خور بچ كړو نو دا په اصليت كښې مونږ نسلونه بچ كوٶ۔












