اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) سپيشل جج سنټرل همايون دلاور د اے پي پي مېګا کرپشن کېس كښې د نيولې شوې پنځه نامزد تورنو د نيولو نه وروسته د ضمانت درخواست سماعت تر شورو ورځ ځنډولې۔ د نهې په ورځ د كېس سماعت په پېل كښې عدالت ته ووئيل شول چې د تورنو د ضمانت په درخواستونو نوټس نه دې جاري شوې۔ د اے پي پي ليګل ايدوائزر …
د اے پي پي مېګا کرپشن کېس كښې د نيولې شوې تورنو د ضمانت درخواست سماعت تر شورو ورځ وځنډول شو
اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) سپيشل جج سنټرل همايون دلاور د اے پي پي مېګا کرپشن کېس كښې د نيولې شوې پنځه نامزد تورنو د نيولو نه وروسته د ضمانت درخواست سماعت تر شورو ورځ ځنډولې۔ د نهې په ورځ د كېس سماعت په پېل كښې عدالت ته ووئيل شول چې د تورنو د ضمانت په درخواستونو نوټس نه دې جاري شوې۔ د اے پي پي ليګل ايدوائزر خرم بېګ عدالت كښې موقف اختيار كړو چې ما ته د كېس اطلاع په وخت نه وه ترلاسه شوې چې په سبب ئې ما تيار نه د كړې٬ د سماعت په مهال فاضل جج عدالتي اهلكارو څخه پوښتنه وكړه چې آيا اے پي پي ته نوټس جاري شوې ٶ يا نا٬ په دې عدالتي اهلکار عدالت خبر كړو چې تېره شپه د ټېلي فون د لارې اطلاع شوې وه٬ د دې په ځواب كښې فاضل جج همايوں دلاور د ناراضګۍ څرګندونه وكړه او اړوند اهلكارو ته ئې شوګاز نوټس جاري كړو۔ د دې نه وروسته سماعت د شورو تر ورځ وځنډول شو۔ د يادونې وړ ده چې د اے پي پي په مېګا کرپشن کېس كښې نيولې شوي تورنو محمد غواث خان، ادريس احمد، ساجد علي وړائچ، خرم شهزاد او عمران منير د ګرفتارۍ نه وروسته د ضمانت درخواستونه دائر كړي دي۔












