د ريلوے وفاقي وزير حنيف عباسي كوئټه كښې د ايف سي ځوانانو ته په وخت او كامياب كاروائۍ پيرزوئنې وړاندې كړی

اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) د ريلوے وفاقي وزير حنيف عباسي كوئټه كښې د ايف سي ځوانانو ته په وخت او كامياب كاروائۍ پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي چې امنيتي ځواكونو د فتنه خوارج بزدلانه كاروائي ناكامه كولو سره د بهادرۍ نوې مثال جوړ كړې دې۔ خپل بيان كښې حنيف عباسي ووئيل چې د 6 ترهه ګرو په وژلو د دښمن ناپاك عزام خاورې كړې شوې دي۔ …

اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) د ريلوے وفاقي وزير حنيف عباسي كوئټه كښې د ايف سي ځوانانو ته په وخت او كامياب كاروائۍ پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي چې امنيتي ځواكونو د فتنه خوارج بزدلانه كاروائي ناكامه كولو سره د بهادرۍ نوې مثال جوړ كړې دې۔ خپل بيان كښې حنيف عباسي ووئيل چې د 6 ترهه ګرو په وژلو د دښمن ناپاك عزام خاورې كړې شوې دي۔ ده ووئيل چې زمونږ ځواكونو دښمن ته په كلك ځواب وركوی او دا يې ثابت كړې چې د پاكستان محافظ ناقابل شكست دي۔ وفاقي وزير ووئيل چې د پاكستان سلامتيا او امن لپاره د امنيتي ځواكونو قربانۍ نه هېرېدونكې دي۔ ده ووئيل چې ټول قوم به د خپلو مېړمنو ځواكونو په قربانو تل وياړ لري او د هېواد دښمن عناصر په ضد به لكه د غره ولاړ وي۔۔

مزید خبریں