د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د وزيراعظم ماحولياتي بدلون فوكل پرسن او كوآرډينيټر رومينه خورشيد عالم ملاقات

اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د وزيراعظم ماحولياتي بدلون فوكل پرسن او كوآرډينيټر رومينه خورشيد عالم ملاقات كړې۔په ملاقات كښې په خېبرپښتونخوا كښې اوسني سېلاب ځپليو ته سمدستي مرستې وركولو٬موسمياتي بدلون مخ نيوي لپاره شريكو اقداماتو او سباؤن پرمختيائي پروژو په اړه تفصيلي خبرې اترې شوي۔په دې موقع د خېبرپښتونخوا ګورنر پرنسپل سېكرټري زبير ارشد هم موجود ؤ۔د نهې په ورځ …

اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د وزيراعظم ماحولياتي بدلون فوكل پرسن او كوآرډينيټر رومينه خورشيد عالم ملاقات كړې۔په ملاقات كښې په خېبرپښتونخوا كښې اوسني سېلاب ځپليو ته سمدستي مرستې وركولو٬موسمياتي بدلون مخ نيوي لپاره شريكو اقداماتو او سباؤن پرمختيائي پروژو په اړه تفصيلي خبرې اترې شوي۔په دې موقع د خېبرپښتونخوا ګورنر پرنسپل سېكرټري زبير ارشد هم موجود ؤ۔د نهې په ورځ د ګورنر آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې فوكل پرسن ګورنر له باور وركړو چې د ماحولياتي بدلون وزارت به سېلاب ځپليو ته سمدستي او بشپړه مرسته وركوي دغسې چې د هغوي بحالۍ عمل كښې كوم تاخير رانشي۔ده ووئيل چې موجوده صورتحال تقاضا ده چې مونږ ټولو اړوند ادارو سره په ګډه يو كوټلي تګلاره جوړه كړو كومه چې نه يواځې هنګامي مرسته وركړي بلكه سباؤن كښې قدرتي آفتونو مخنيوې هم باوري كړي۔په دې موقع فوكل پرسن رومينه خورشيد دا تجويز هم وركړو چې ګورنر هاؤس پېښور كښې يو “ګورنر ليګيسي سينټر”جوړ كړې شي كوم چې د موسمياتي بدلون اثرات مخ نيوي لپاره پائيدار (climate-resilient) انفراسټركچر او صحت پروژو مركز وي٬دا سينټر به د نړيوال ډورنرز په مرسته چلولې شي او د دې مقصد به په صوبه كښې جديد٬ماحولياتي تحفظ اډانه پرمختيائي پروژو ته وده وركول وي۔د خېبرپښتونخوا ګورنر د وفاقي حكومت ملاتړ ستائېلو سره ووئيل چې د ماحولياتي چېلنجونو مخ نيوي لپاره شريكو هڅو ته اړتيا ده

مزید خبریں