اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د نېشنل هائي ويز اتهارټي(اين ايچ اے)چيئرمېن محمد شهريار سلطان ملاقات كړې۔په ملاقات كښې په خېبرپښتونخوا كښې روان او راتلونكې مجوزه سترو پرمختيائي پروژو په اړه د خيالاتو څرګندونه شوې۔د نهې په ورځ ګورنر آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې د اين ايچ اے چيئرمېن ګورنر ته د اين ايچ اے له مخې روانو مهمو پروژو …
د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د اين ايچ اے چيئرمېن محمد شهريار سلطان ملاقات
اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د نېشنل هائي ويز اتهارټي(اين ايچ اے)چيئرمېن محمد شهريار سلطان ملاقات كړې۔په ملاقات كښې په خېبرپښتونخوا كښې روان او راتلونكې مجوزه سترو پرمختيائي پروژو په اړه د خيالاتو څرګندونه شوې۔د نهې په ورځ ګورنر آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې د اين ايچ اے چيئرمېن ګورنر ته د اين ايچ اے له مخې روانو مهمو پروژو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔ده د اوسني سېلاب په نتيجه كښې په خېبرپښتونخوا كښې سړكونو او سترو لارو ته رسېدلې زيان او د هغې د بحالۍ كار نه ئې هم ګورنر خبر كړو۔ده ووئيل چې د ځپليو سړكونو سمدستي مرمت او بحالۍ كار پېل شوې او دا به ډېر زر تر زره بيا فعاله كړی شي۔په ملاقات كښې د تونسه نه تر ډېره اسماعيل خان سړك په پروژه هم خبرې اترې شوي۔د كے پي كے ګورنر ووئيل چې په دې پروژه كښې د ډېره اسماعيل خان سيمو نائيواله او پروا بائي پاس هم شامل كړی شي دغسې چې د دې سيمو اولس ته د مزل آسانۍ ترلاسه شي












