وفاق اوس هم د 18م آئینی ترمیم سره ولاړ دے، این اېف سی لپاره نامزدګۍ فائنل شوې دي، وزیراعظم هېواد ته راستنيدو سره به پارلمان اعتماد كښې اخلي۔اعظم نذیر تارړ

اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) د قانون و انصاف وفاقی وزیراعظم نذیر تارړ وئيلي چې وفاق اوس هم د 18م آئینی ترمیم سره ولاړ دے، این اېف سی لپاره نامزدګۍ فائنل شوې دي، وزیراعظم هېواد ته راستنيدو سره به پارلمان اعتماد كښې اخلي، الحمدﷲ 24 کروړه پاکستانیان د حرمین شریفین محافظین جوړ شوې دي، په ګډه د رايو اتفاق سره به پريكړې كولې شي۔د نهې په ورځ په …

اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) د قانون و انصاف وفاقی وزیراعظم نذیر تارړ وئيلي چې وفاق اوس هم د 18م آئینی ترمیم سره ولاړ دے، این اېف سی لپاره نامزدګۍ فائنل شوې دي، وزیراعظم هېواد ته راستنيدو سره به پارلمان اعتماد كښې اخلي، الحمدﷲ 24 کروړه پاکستانیان د حرمین شریفین محافظین جوړ شوې دي، په ګډه د رايو اتفاق سره به پريكړې كولې شي۔د نهې په ورځ په سېنېټ كښې د سینیټر ایمل ولی خان د پوښتنې په ځواب د خيالاتو څرګندوني سره د قانون وزير ووئيل ایمل ولی هم د هغه ګوند سره تعلق لري كوم چې د آمریت په ضد ولاړ دې۔ ده ووئيل وفاقی حکومت نن هم د 18م بدلون سره ولاړ دے، مائنز اینډ منرلز صوبائی معامله ده په دې د ایمل ولی د خبري سره متفق يم۔ده ووئيل بلوچستان كښې د معدنیات په اړه عدالت كښې د كيس په وجه ریاست جرمانه ادا كوي، بلوچستان كښې د ریکوډك معاهدہ شفافیت سره بشپړ شوې ده۔ده ووئيل این اېف سی ایوارډ شوې خو حکومتونه بدليږي او څيزونه د تاخير ښكار كيږي اوس په هغې په تندۍ سره كار روان دے، آرټیکل 160 ترمخه صوبو سره راغلې نامزدګو له حتمی شکل وركړې شوے،اوس به د صوبے نمائندګان په ګډه د رايو اتفاق سره پريكړې كوي،مونږ په جمهوریت باور لرو،زمونږ قيادت هم د ستونزو ښكار دے۔ ده ووئيل پاك۔سعودی معاهدے په اړه خبره شوي ، سعودی عرب مسلمانانو كښې په زړه پورې كردار لري، الحمدﷲ 24 کروړه اولس نامې د حرمین شریفین محافظین كښې ليكلې شوې۔ده ووئيل ځيني قوتونه پاکستان يواځې كول غوښتل نن زمونږ كاميابي د هغوې د ناكامۍ ښكاره ثبوت دے۔ ده ووئيل هر يو مسلمان د فلسطین په ظلمونو خفه دے،اوس معامله حل پلو روانه ده، فلسطین ریاست پخپله د دې پیشرفت هركلے كړې،اسلامي هېوادونه راجمع كيدو سره په نیتن یاهو لعنت وئيلې، هغه به نړۍ ياد ساتي۔ د قانون وزیر ووئيل په نړيواله كچه په ترلاسه شويو کامیابیو خبري كولو لپاره د پارلمان د شريكې غونډي تجویز هركلے كوو،سيمه ايز سياست وي يا د هندي جارحيت په ضد د پاکستان ځواب ټولي نړۍ د دې اعتراف كړې۔ سینیټر اعظم نذیر تارړ ووئيل وزیراعظم شهباز شریف هېواد ته رستنيدو سره به په دې اړه پارلیمان او قوم اعتماد كښې اخلي

مزید خبریں