پاكستان او آذربائيجان شريك عقائد ٬ كلتوري يووالے او شريك روايات لري٬ د دفاعي پيداوار وفاقي وزير رضا حيات هراج د آذري سفير سره ملاقات كښې خبرې

پېنډۍ۔21 اګست (اے پی پی)د دفاعي پېداوار وفاقي وزير رضا حيات هراج وئيلي دي پاكستان او آذربائيجان شريك عقائد ٬ كلتوري يووالے او شريك روايات لري٬ ده د دوه اړخيزه مرستې نوې څانګې لټولو له د يو بل ادارو د دورو كولو وړاندېز وركړو۔ د زيارت په ورځ د دفاعي پېداوار وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير رضا حيات هراج سره د آذربائيجان سفير خضر فرهادوف …

پېنډۍ۔21 اګست (اے پی پی)د دفاعي پېداوار وفاقي وزير رضا حيات هراج وئيلي دي پاكستان او آذربائيجان شريك عقائد ٬ كلتوري يووالے او شريك روايات لري٬ ده د دوه اړخيزه مرستې نوې څانګې لټولو له د يو بل ادارو د دورو كولو وړاندېز وركړو۔ د زيارت په ورځ د دفاعي پېداوار وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير رضا حيات هراج سره د آذربائيجان سفير خضر فرهادوف ملاقات وكړو۔ رضا حیات هراج د دواړو هېوادونو ترمينځه موجوده دفاعي مرسته وستائېله او لا پراخه كولو كښې يۍ خوښي ولرله۔ ده په دې خبره زور راوړو چې پاكستان او آذربائيجان شريك عقائد ٬ كلتوري يووالے او ګډ روايات لري۔ وفاقي وزير د دوه اړخيزه مرستې نوې څانګې لټولو له د يو بل د ادارو د دورو كولو وړاندېز وركړو۔ دې نه ځانله د دفاعي پېداوار وفاقي وزير رضا حيات هراج د بېلجیم سفیر چارلس آئیډسبالډ سره هم ملاقات وكړو۔ وفاقي وزير ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې وخت تېرېدو سره سره مخ په ښه كېدو دي او په كښې څو چنده زياتوالے راتللے شي۔ مېلمنو په ملاقات كولو د وفاقي وزير مننه وكړه او پاكستاني حكومت سره يۍ په ټولو څانګو كښې كار روان ساتلو له د خپل حكومت عزم څرګند كړو۔ دواړو سفيرانو دوه اړخيزه اړيكو ته ودې وركولو له پاكستان د بشپړه مرستې باور وركړو

مزید خبریں