اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د پاکستان او ليبيا ترمېنځه اقتصادي اړيكو ته د لا پراختيا وركولو په ضرورت زور راوړلو سره وئيلي دي د توان، تل پاتې انفراسټرکچر، زرعي برآمدات، اېس اېم اي فنانسنګ، فِن ټيك او د اسلامي بينکارۍ په څېر څانګو كښې شراكتداري به نه يوازې دوه اړخيزه اړيكو ته وده وركړي بلكې مالياتي جدت، د اوږدې مودې …
د سېنېټ چيئرمېن سره د ليبيا د خود مختاره فنډ پلاوي وليدل
اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د پاکستان او ليبيا ترمېنځه اقتصادي اړيكو ته د لا پراختيا وركولو په ضرورت زور راوړلو سره وئيلي دي د توان، تل پاتې انفراسټرکچر، زرعي برآمدات، اېس اېم اي فنانسنګ، فِن ټيك او د اسلامي بينکارۍ په څېر څانګو كښې شراكتداري به نه يوازې دوه اړخيزه اړيكو ته وده وركړي بلكې مالياتي جدت، د اوږدې مودې استحکام او مشترکه خوشحالي به هم باوري كړي۔ د سېنېټ سيکرټريټ له مخې دا خبرې ده د ليبيا د خود مختار فنډ ” ليبيا افريقن انويسټمنټ کمپنۍ (اېل اے اېف آئي سي او) د لوړې كچې پلاوي سره د ملاقات په مهال كړې چا چې دوي سره د زيارت په ورځ وليدل٬ د پلاوي مشري د ايل اے ايف آئي سي او نامزد ډائريکټر جهاد جمال البُراغ كوله او د پاك-ليبيا هولډنګ کمپنۍ منيجنګ ډائريکټر او سي اي او طارق محمود (سي اېف اے)، ډپټي منيجنګ ډائريکټر بشير بي عمر متوغ او سينئر ايګزيکټو وائس پريزيډنټ او د کمپني سيکرټري عامر ظريف خان هم په پلاوي كښې شامل وٶ۔ د دې نه وړاندې سېنېټ سېكرټرېټ ته په راتګ د سېنېټ چيئرمېن د پلاوي هركلے وكړو۔ د ملاقات په مهال د اړوندو چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلا بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ سيد يوسف رضا ګيلاني د پاکستان او ليبيا ترمېنځه اقتصادي اړيكو ته د لا پراختيا وركولو په ضرورت زور راوړلو سره ووئيل د توان، تل پاتې انفراسټرکچر، زرعي برآمدات، اېس اېم اي فنانسنګ، فِن ټيك او د اسلامي بينکارۍ په څېر څانګو كښې شراكتداري به نه يوازې دوه اړخيزه اړيكو ته وده وركړي بلكې مالياتي جدت، د اوږدې مودې استحکام او مشترکه خوشحالي به هم باوري كړي۔










