اسلام آباد۔21 اګست(اے پي پي ) د سمندر پورې پاكستانيانو د بشري پرمختګ او وسائلو وفاقي وزير چوهدري سالك حسين سره پاكستان كښې د پولينډ سفير ميكئيے پيسار سكي د زيارت په ورځ د هغه په دفتر كښې ملاقات وكړو ۔په ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو او پولينډ كښې د پاكستانيانو لپاره د روزګار موقعې وركولو په تجاويز هم د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د وزارت لخوا جاري پرېس ريليز …
وفاقي وزير چوهدري سالك حسين سره پاكستان كښې د پولينډ سفير میکئیے پیسارسکي ملاقات
اسلام آباد۔21 اګست(اے پي پي ) د سمندر پورې پاكستانيانو د بشري پرمختګ او وسائلو وفاقي وزير چوهدري سالك حسين سره پاكستان كښې د پولينډ سفير ميكئيے پيسار سكي د زيارت په ورځ د هغه په دفتر كښې ملاقات وكړو ۔په ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو او پولينډ كښې د پاكستانيانو لپاره د روزګار موقعې وركولو په تجاويز هم د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د وزارت لخوا جاري پرېس ريليز له مخې وفاقي وزير چوهدري سالك حسين ووئېل پاكستان تېر يو كال كښې د ټيكسټائل٬څرمنې٬سپورټس په اړه 450 ملين ډالر مصنوعات پولينډ ته وركړي۔پولينډ سفير ميكئيے پيسار سكي د پاكسان بېلو سيمو كښې سېلاب څخه په ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه وكړه۔د پولينډ سفير ووئيل پولينډ كښې د پاكستانيانو لپاره د روزګار موقعې موجود دي او پولېنډ د غېر قانوني اميګريشن مخ نيوي لپاره سخت اقدامات كړي۔ده ووئيل د پولينډ خارجه وزير به د اكتوبر په مياشت كښې د پاكستان دوره كوي چې پكښې به ګڼ شمېر مفاهمت يادښتونو لاس ليك كولې شي۔چوهدري سالك حسين ووئيل په يو كال كښې 7 لكه 42 زره پاكستاني روزګار لپاره بهر هېوادونو ته تللې دي٬پاكستان ورك فورس ايكسپورټ كولو لپاره په ټوله نړۍ كښې په څلورم لمبر دے٬پاكستان غېر قانوني اميګريشن مخ نيوي لپاره سخت اقدامات كړي٬ د كوريا او جاپان سره پاكستانيانو ته د روزګار وركولو لپاره پائلټ پروجيكټ په كاميابۍ سره روان دے۔په ملاقات كښې پاكستانيانو ته په پولينډ كښې د روزګار موقعې وركولو لپاره په مرستې زياتولو ههم اتفاق وشو۔










