اسلام آباد۔21 اګست(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی وئيلي دي پاكستان د بې وزلۍ ختمولو او په چېلنجونو قابو موندلو له متحده عرب امارات سره همكارۍ له خوښي لري۔ پاک -جی سي سي فري ټرېډ اېګرېمنټ سره به تجارت او سرمايه كارۍ كښې پراختيا راشي۔ د زيارت په ورځ د سېنېټ سېكرټرېټ څخه د جاري شوي بيان له مخې د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني …
پاكستان د بې وزلۍ ختمولو او په ماحولياتي چيلنجونو قابو موندلو له متحده عرب امارات سره همكارۍ له خوښي لري: سيد يوسف رضا ګيلاني
اسلام آباد۔21 اګست(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی وئيلي دي پاكستان د بې وزلۍ ختمولو او په چېلنجونو قابو موندلو له متحده عرب امارات سره همكارۍ له خوښي لري۔ پاک -جی سي سي فري ټرېډ اېګرېمنټ سره به تجارت او سرمايه كارۍ كښې پراختيا راشي۔ د زيارت په ورځ د سېنېټ سېكرټرېټ څخه د جاري شوي بيان له مخې د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني سره د متحده عرب امارات سفير د مخه ښې ملاقات وكړو۔ د سېنېټ چيئرمېن د سفير حماد ابراهيم الزعابي خذمات وستائېل۔ ده ووئيل د پاكستان او يو اے اي اړيكې په پنځه لسيزو محيط دي ٬ يو اے اي سره اقتصادي اړيكې لا زياتولو له خوښي لرؤ۔ ده د يو اے اي مشرتابه ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه په تجارتي اړيكو كښې پرله پسې زياتوالے نيك مرغه دے۔ په دې ورستو كښې په شوو اېم او يوز عملدرآمد سره به همكاري لا مضبوطه شي۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل پاک-جي سي سي فري ټرېډ اېګریمنټ سره به تجارت او سرمايه كاري لا پراخه شي۔ 1.8 ملین پاکستاني وګړي د دواړو هېوادونو ترمينځه د مضبوط پل كردار ترسره كوي










