بلوچستان كښې اووه ورځنے د پولیو مخ نيوي كمپائن به په 18 دسمبر پېل كېږي ، ایمرجنسي آپریشن سینټر

کوئټه۔ 17 دسمبر (اے پي پي ) بلوچستان كښې د پولیو مخ نيوي اووه ورځنے كمپائن به د 18 دسمبر نه پېل كېږي ۔ د ایمرجنسي آپریشن سینټر چارواكو تر مخه بلوچستان كښې د پولیو مخ نيوي كمپائن نور يوې ورځې لپاره وځنډولے شو ،بلوچستان كښې به اوس د پولیو مخ نيوي كمپائن د نهې په ورځ د 17 دسمبر په ځائے د شورو په ورځ په 18 دسمبر پیل …

کوئټه۔ 17 دسمبر (اے پي پي ) بلوچستان كښې د پولیو مخ نيوي اووه ورځنے كمپائن به د 18 دسمبر نه پېل كېږي ۔ د ایمرجنسي آپریشن سینټر چارواكو تر مخه بلوچستان كښې د پولیو مخ نيوي كمپائن نور يوې ورځې لپاره وځنډولے شو ،بلوچستان كښې به اوس د پولیو مخ نيوي كمپائن د نهې په ورځ د 17 دسمبر په ځائے د شورو په ورځ په 18 دسمبر پیل كېږي، بلوچستان كښې كمپائن پرله پسې په دويم ځل وځڼډلے شو ،د كمپائن په مهال به 26 لاکھه 60 زره نه زياتو كوچنيانو ته د پولیو مخ نيوي څاڅګې وركولې شي ۔ د پولیو كمپائن په مهال به 11 زر ه 600 ډلې خپله وظيفه تر سره كوي چې پكښې 9 زر ه 326 ګرځېنده ډلې ،904 فکسډ سائټ او 593 ټرانزټ پوائنټس شامل دي ۔ ياد دې وي بلوچستان كښې د دريو كلونو نه پس سږ كال 2024 كښې د نورو صوبو په نسبت تر ټولو زيات 26 د پولیو کیسونه چمن،ډیرہ بګټي ، قلعه عبداللہ، کوئټه، جھل مګسي ، ژوب،قلعه سیف اللہ ، پشین ، لورالائي ، نوشکي ،چاغي او خاران جعفرآباد څخه رپورټ شوي دي۔

مزید خبریں