شری کټاس راج كښې مذهبي رسمونه ادا كولو له هندو ياتري به په 19 دسمبر پاكستان ته رارسي

لاهور۔16دسمبر(اے پی پی) شری کټاس راج كښې مذهبي رسمونه ادا كولو له هندو ياتري به په 19 دسمبر د واھګه چېك پوسټ د لارې پاكستان ته راځي٬ چرته به چې د متروکه وقف املاک بورډ ایډیشنل سېکرټری( شرائنز)سیف اے کھوکھر ، د پاكستان هندو مندر مېنجمنټ کمېټۍ غړي ٬اعلی چارواكي او ځائي هندو لارښود د مېلمنو هركلې كوي۔ د مذهبي چارو او بېن المذاهب همغږۍ بورډ چیئرمین سید عطا په …

لاهور۔16دسمبر(اے پی پی) شری کټاس راج كښې مذهبي رسمونه ادا كولو له هندو ياتري به په 19 دسمبر د واھګه چېك پوسټ د لارې پاكستان ته راځي٬ چرته به چې د متروکه وقف املاک بورډ ایډیشنل سېکرټری( شرائنز)سیف اے کھوکھر ، د پاكستان هندو مندر مېنجمنټ کمېټۍ غړي ٬اعلی چارواكي او ځائي هندو لارښود د مېلمنو هركلې كوي۔ د مذهبي چارو او بېن المذاهب همغږۍ بورډ چیئرمین سید عطا په خصوصي هدايت د هندو یاتریانو پاكستان ته راتللو سره اړوندې انتظامات بشپړ كړې شوي دي۔ د ډپټی سېکرټری جنرل (شرائنز)عمر جاوېد اعوان له مخې هندو یاتری په 19دسمبر پاکستان ته رارسېدو څخه وروستو به د سپېشل بسونو د لارې واھګه پولې څخه ګورو دوارہ ډېرہ صاحب ته ځي چرته به چې يوه ورځ پاتے كيږي۔ په 20 دسمبر به لاهور څخه کټاس راج مندر(ضلع چکوال) ته روانېږي۔ په 21دسمبر به هندو ياتري کټاس راج مندر كښې خپل مذهبي رسمونه (دیپ مالا) ادا كوي۔ هندو ياتري به په 22 دسمبر چکوال څخه بېرته لاهور ته روانېږي۔ په لاهور كښې د پاتې كېدو په مهال به دوئي د شری کرشنا مندر راوی روډ او والمیک مندر انارکلی دوره كوي۔ هندو یاتری به 7 ورځنۍ دوره بشپړ كولو څخه وروستو په 25 دسمبر بېرته خپل هېواد ته روانېږي۔

مزید خبریں