د ګلګت بلتستان ګورنر په سكردو روډ د افسوس وړ پيښو كښې د بشري قيمتي ځانونو په زيان نوټس

ګلګت۔16دسمبر(اے پی پی) د ګلګت بلتستان ګورنر سيد مهدي شاه په ګلګت سكردو روړ د افسوس وړ پېښو كښې د قيمتي ځانونو د زيان نوټس اخستلو سره اېن اېچ اے او اېف ډبليو او ته خط ليكلے دے۔ په خط كښې وئيلې شوي دي چې وزیراعظم میا شهباز شریف د ګلګت سكردو روړ محفوظ جوړولو له د اولس د خوښې له مخې په دوه مياشتو كښې د اقداماتو كولو هدايت …

ګلګت۔16دسمبر(اے پی پی) د ګلګت بلتستان ګورنر سيد مهدي شاه په ګلګت سكردو روړ د افسوس وړ پېښو كښې د قيمتي ځانونو د زيان نوټس اخستلو سره اېن اېچ اے او اېف ډبليو او ته خط ليكلے دے۔ په خط كښې وئيلې شوي دي چې وزیراعظم میا شهباز شریف د ګلګت سكردو روړ محفوظ جوړولو له د اولس د خوښې له مخې په دوه مياشتو كښې د اقداماتو كولو هدايت كړے ؤ په كوم چې تر دې دمه كار بشپړ كړے شوے نه دے۔ په روډ د ټنلز او حفاظتي دېوالونو د نشتوالي د لاسه روزانه پېښې رامخې ته كيږي چې په نتيجه كښې يۍ د سوؤنو په شمېر قيمتي ځانونه ضايع كيږي۔ سید مهدی شاہ اېن اېچ اے او اېف ډبلیو او ته سختۍ سره هدايت وكړو چې د وزيراعظم وركړې شوې ډېډ لائن دې نظر كښې نيولو سره ګلګت سكردو روړ نورو پېښو څخه بچ كولو له د وزيراعظم د احكاماتو له مخې پي سي ون بشپړ كړي او اېن اېچ اے چې په كومو لس ځايونو د ټنلز او حفاظتي دېوالونو جوړولو وئيلي دي د هغې جوړولو له دې فوري اقدامات وكړې شي۔

مزید خبریں