كراچي 16 دسمبر (اے پي پي)د پاكستان پيپلز پارټي چيئرمېن او پخواني خارجه وزير بلاول بهټو زرداري په خېبرپښتونخوا كښې د پوليو په وركرز د بريدونو غندنه كولو سره د پوليو وركرز او د پوليو ډلې په امنيت مامور پوليس اهلكارو په شهادتونو د افسوس څرګندونه كړی۔د ميډيا سيل بلاول بهټو هاؤس لخوا جاري شوي بيان له مخې بلاول بهټو زرداري د بنو په كالاخيل مستي خان سيمه كښې او …
بلاول بهټو زرداري په خېبرپښتونخوا كښې د پوليو په وركرز د بريدونو غندنه وكړه

مزید خبریں
كراچي 16 دسمبر (اے پي پي)د پاكستان پيپلز پارټي چيئرمېن او پخواني خارجه وزير بلاول بهټو زرداري په خېبرپښتونخوا كښې د پوليو په وركرز د بريدونو غندنه كولو سره د پوليو وركرز او د پوليو ډلې په امنيت مامور پوليس اهلكارو په شهادتونو د افسوس څرګندونه كړی۔د ميډيا سيل بلاول بهټو هاؤس لخوا جاري شوي بيان له مخې بلاول بهټو زرداري د بنو په كالاخيل مستي خان سيمه كښې او كرك كښې د بريدونو په اړه د خېبرپښتونخوا ګورنر څخه تفصيلات وغوښتل۔ده ووئيل د كمپائن كاميابۍ لپاره د پوليو وركرز تحفظ ضرورې دے٬د خېبرپښتونخوا حكومت دې د پوليو وركرز تحفظ او كمپائن كاميابي باوري كړي۔بلاول بهټو زرداري شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړی او د هغوي كورنيو سره يې د يو والي څرګندونه وكړه ۔









