کابل 26 جون (اے پي پي) د افغانستان د عبوري حکومت وياند ذبيح الله مجاهد به په افغانستان د ملګرو ملتونو خبرو اترو په درېم پړاؤ كښې د افغان پلاوي مشري كوي۔ د شنهوا له مخې دا كنفرنس د اتوار نه تر ګل ورځ د قطر په پايه تخت دوحه كښې كېدونكے دے٬ په دې لړ كښې د افغانستان د خارجه وزارت وياند عبدالقهار بلخي تېره ورځ خپل ټويټ كښې …
د افغان عبوري حكومت وياند به په دوحه كښې د هېواد د پلاوي مشري كوي

مزید خبریں
کابل 26 جون (اے پي پي) د افغانستان د عبوري حکومت وياند ذبيح الله مجاهد به په افغانستان د ملګرو ملتونو خبرو اترو په درېم پړاؤ كښې د افغان پلاوي مشري كوي۔ د شنهوا له مخې دا كنفرنس د اتوار نه تر ګل ورځ د قطر په پايه تخت دوحه كښې كېدونكے دے٬ په دې لړ كښې د افغانستان د خارجه وزارت وياند عبدالقهار بلخي تېره ورځ خپل ټويټ كښې په افغانستان د بندېزونو، د مالياتي هلو ځلو او د بېنكنګ په سسټم بنديزونو او د دوحه غونډې په اړه په تفصيلات د خارجه وزارت غونډه كښې په يو شمېر چارو بحث كړے٬ دا وړومبۍ موقع ده كله چې عبوري حكومت د ملګرو ملتونو په مشرۍ كښې به په غونډه كښې ګډون كوي۔ افغان حکومت په تېر مئي كښې په وړومبۍ غونډه كښې نه ؤ رابللے شوے او هغوي په فرورۍ كښې په دوېمه غونډه كښې بلنه مسترد كړې وه۔











