د سعودي دفاع وزير د چين خپل هم څنګ سره ملاقات٬د سټريټجك دفاعي شراكتدارۍ قوي كولو په طريقو د خيالاتو څرګندونه

بيجنګ 26جون(اے پی پی)د سعودي عرب دفاع وزير شهزاده خالد بن سلمان د چين خپل هم څنګ لېفټيننټ جنرل ډونګ جون سره په بيجنګ كښې ملاقات كړے چې پكښې په دوه اړخيزه اړيكو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د انډيپنډنټ اردو نيوز له مخې په ملاقات كښې د سعودي عرب او چين اړيكو په سټريټجك دفاعي شراكتدارۍ قوي كولو طريقو خبرې اترې شوي دغسې چې د شريكې ګټې پشمول د دواړو هېوادونو …

بيجنګ 26جون(اے پی پی)د سعودي عرب دفاع وزير شهزاده خالد بن سلمان د چين خپل هم څنګ لېفټيننټ جنرل ډونګ جون سره په بيجنګ كښې ملاقات كړے چې پكښې په دوه اړخيزه اړيكو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د انډيپنډنټ اردو نيوز له مخې په ملاقات كښې د سعودي عرب او چين اړيكو په سټريټجك دفاعي شراكتدارۍ قوي كولو طريقو خبرې اترې شوي دغسې چې د شريكې ګټې پشمول د دواړو هېوادونو مشرانو هيلې پوره كړی شي او نړيوال امن او سلامتيا برقرار وساتلې شي۔په ملاقات كښې د سعودي چيف آف جنرل سټاف لېفټيننټ جنرل فياض بن حامد الرويلي٬په چين كښې د سعودي سفير عبدالرحمان بن احمد الحربي٬د سټريټجك ميزائل فورس كمانډر لېفټيننټ جنرل جرالله بن محمد اللويت٬د دفاع وزير دفتر ډائرېكټر جنرل هشام بن عبدالعزيز بن سيف٬د آرمډ فورسز آپرېشنز اتهارټي مشر ميجر جنرل مسفر الغنم او په بيجنګ كښې د سعودي سفارت ملټري اتاشي كموډور سليم بن صالح المالكي موجود وو۔په دې موقع د سعودي دفاع وزير سره د چين سينټرل ملټري كمېشن وائس چيئرمېن ژانګ يوشيا هم ملاقات وكړو ۔دواړو عهديدارو د دواړو هېوادونو ترمينځه سټريټجك اړيكې رامخې ته كړې او پوځي او دفاعي مرستې په ښه طريقو ئې د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔دوي په سيمه ايز او نړيوال صورتحال او د شريكې خوښې په چارو هم خبرې وكړې