چين كښې د سيلاب له امله 5 كسان مړه شول

بيجنګ 25جون(اے پی پی)د چين هنان ولايت په كاؤنټي يو آن لنګ كښې د باران له امله د سېلاب چپو څخه د مرګونو شمېره 5 ته رسېدلې۔د شنهوا له مخې كاؤنټي ايمرجنسي منيجمنټ ډيپارتمنټ تېره ورځ د 4 كسانو د مرګ او د يو كس د بې دركه كېدو اطلاع وركړې وه۔د نهې په ورځ سهار د بې دركه كس مړے برآمد كېدو نه پس د مړو شمېره پنځه ته …

بيجنګ 25جون(اے پی پی)د چين هنان ولايت په كاؤنټي يو آن لنګ كښې د باران له امله د سېلاب چپو څخه د مرګونو شمېره 5 ته رسېدلې۔د شنهوا له مخې كاؤنټي ايمرجنسي منيجمنټ ډيپارتمنټ تېره ورځ د 4 كسانو د مرګ او د يو كس د بې دركه كېدو اطلاع وركړې وه۔د نهې په ورځ سهار د بې دركه كس مړے برآمد كېدو نه پس د مړو شمېره پنځه ته رسېدلې۔د رپورټ له مخې يو آن لنګ كاؤنټي كښې د ګل په ورځ سهار دوه بجو نه تر 8 بجو 337.8 ملي ميټر رېكارډ باران ورېدلے چې له امله ئې په خوړونو او سيندونو كښې سېلاب راغلے او ځينې سيمو كښې سېلابي اوبه جمع شوي۔چارواكو له مخې ځپليو سيمو كښې د مرستې هلې ځلې روانې دي۔