غزه كښې د اسرائيلي ځواكونو كاروائۍ په سمدستي توګه بندلول ضروري دي ۔سعودي عرب

رياض 25جون(اے پی پی)سعودي عرب وئېلي دي په غزه كښې د اسرائيل پوځي كاروائۍ په سمدستي توګه بندلول ضروري دي ۔د اردو نيوز له مخې د سعودي عرب نائب خارجه وزير انجينئر وليد بن عبدالكريم الخريجي د سعودي خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان نمائندګي كولو سره د ايران په كوربتوب كښې د ايشين كوآپرېشن ډائيلاګ فورم 19م وزارتي غونډې ته د خطاب په مهال په غزه كښې په سمدستي …

رياض 25جون(اے پی پی)سعودي عرب وئېلي دي په غزه كښې د اسرائيل پوځي كاروائۍ په سمدستي توګه بندلول ضروري دي ۔د اردو نيوز له مخې د سعودي عرب نائب خارجه وزير انجينئر وليد بن عبدالكريم الخريجي د سعودي خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان نمائندګي كولو سره د ايران په كوربتوب كښې د ايشين كوآپرېشن ډائيلاګ فورم 19م وزارتي غونډې ته د خطاب په مهال په غزه كښې په سمدستي توګه د جنګ بندۍ په اهميت زور راوړو ۔ده ووئيل موجوده حالات كښې دا ضروري ده چې د اسرائيلي ځواكونو كاروائۍ په سمدستي توګه بندې كړې شي او د ځپليو بحالۍ لپاره د مرستې كارونه تند كړے شي دغسې چې د فلسطين مسئلې تر جائز حل ورسوو۔ده د رامخې ته شوو چېلنجونو مخ نيوي لپاره شريكو هڅو او همغږۍ كښې د اضافې په اهميت زور راوړولو سره ووئېل موجوده حالات كښې نړۍ د زياتو شوو شخړو او د خوراك او توان تحفظ او نورو چېلنجونو سره مخ ده د كومو حل كولو لپاره جې شريكو هڅو ته وده وركول مهمه ده ۔د سعودي نائب خارجه وزير ووئېل په غزه كښې جاري اسرائيلي پوځي كاروائۍ زمونږ په وړاندې دي چې په نتيجه كښې ئې د رامخې ته شوو سختو حالاتو څخه ټول خبر دي۔د دې كاروائيو څخه سيمه ايزې سلامتيا ته هم خطر پیښ شوے۔