روسيه ٬ داغستان كښې په يهودي عبادت خانه ٬ آرتھو ډوکس چرچ او پولیس سټېشن بريد٬ د پادري پشمول 15 كسان مړه

ماسکو ۔24 جون(اے پی پی) د روسيه په داغستان سيمه كښې په يهودي عبادت خانه آرتھوډوكس چرچ او پوليس سټېشن د نامعلومه وسله والو د بريدونو په نتيجه كښې د يو پادري په شمول 15 څخه زيات پوليس اهلكار او يو شمېر عام وګړي مړه شوي۔ د اردو نیوز له مخې د داغستان ګورنر سرګئی مېلېکوف په وېډيو پېغام كښې د پېښې تفصيلات وړاندې كولو سره ووئيل وسله والو په …

ماسکو ۔24 جون(اے پی پی) د روسيه په داغستان سيمه كښې په يهودي عبادت خانه آرتھوډوكس چرچ او پوليس سټېشن د نامعلومه وسله والو د بريدونو په نتيجه كښې د يو پادري په شمول 15 څخه زيات پوليس اهلكار او يو شمېر عام وګړي مړه شوي۔ د اردو نیوز له مخې د داغستان ګورنر سرګئی مېلېکوف په وېډيو پېغام كښې د پېښې تفصيلات وړاندې كولو سره ووئيل وسله والو په دوو ښارونو كښې په دوو چرچونو ٬ يوه يهودي عبادت خانه او په يوه پوليس پوسته ډزې كړي ۔ په دې مهال 6 بريد كوؤنكي وژلې شوي۔ د روسيه د ترهګرۍ مخنيوي كمېټۍ په مسلم اكثريتي سيمو كښې دا بريدونه د ترهګرۍ كارروائۍ ګرځولي۔ د ابتدائي معلومات له مخې د دې ترهګرو بريدونو په نتيجه كښې د روسي چرچ يو پادري او پوليس چارواكې وژلې شوے۔ په سيمه كښې د ګل ٬ نهې او د شورؤ به ورځ د غمجنو ورځو په توګه د لمانځلو اعلان شوے۔ د ترهګرۍ مخنيوي كمېټۍ وېنا ده چې 5 بريد كوؤنكي وژلې شوي۔ بلخوا د بريدونو ذمه واري په سمدستي توګه كومې ډلې نه ده قبوله كړې۔ دغسې چارواكو د ترهګرۍ په پېښو كښې د ككړو كسانو لټون لپاره پلټنې پېل كړې دي۔

مزید خبریں