بيجنګ 04 ستمبر (اے پي پي) د چين خارجه وزارت وياند ماٶننګ وئيلي دي چې د پاکستان، بېلاروس، وېنزوېلا، کيوبا او د نکاراګوا پشمول د 11 پرمختګ كوٶنكو هېوادونو سفيرانو د تبت دوره كړې۔ د ګل په ورځ وياند د پرېس كنفرنس په مهال ووئيل چې د چين د خارجه وزارت په بلنه د 27م اګست نه تر 2م ستمبر سفيران د تبت دوره كوي۔ سفيرانو د چين لخوا د اولسي پرمختګ په تصور عملدرآمد او د ټولو قوميتونو د خلقو د بشري حقونو بشپړه تحفظ وستائلو۔ سفيرانو په ټولو څانګو د تبت پرمختګ د توقع څخه زياته ورګرځوله۔ دوئي ووئيل په حقيقت كښې د پرمختګ مېوې ټولو ته ترلاسه دي كومې څخه چې دا په ډاګه كیږي چې خلقو لپاره يو سوكاله ژوند حقيقي بشري حق دے