نوې ډيلے 03 ستمبر (اے پي پي) د هند په ختيز ریاست اوډیشه كښې د باران په مهال د تندر راپريوتو په نتيجه كښې 10 كسان مړه او درې ژوبل شوې دي۔د چین خبررسني ادارې له مخې اوډیشه ریاستی وياند ميډيا ته ووئيل تندر راپريوتو له امله د ریاست كھردا ضلع كښې څلور ، بولانګیر كښې دوه او انګول، بودھ، جګت سنګھ پور او ډھینكنال كښې يو ٬ يو تن …
هند كښې د تندر راپريوتو له امله 10 كسان مړه،3 ژوبل
نوې ډيلے 03 ستمبر (اے پي پي) د هند په ختيز ریاست اوډیشه كښې د باران په مهال د تندر راپريوتو په نتيجه كښې 10 كسان مړه او درې ژوبل شوې دي۔د چین خبررسني ادارې له مخې اوډیشه ریاستی وياند ميډيا ته ووئيل تندر راپريوتو له امله د ریاست كھردا ضلع كښې څلور ، بولانګیر كښې دوه او انګول، بودھ، جګت سنګھ پور او ډھینكنال كښې يو ٬ يو تن مړ شوې دغسې 3 كسان خرده كښې د تندر راپريوتو په نتيجه كښې ژوبل شوې دي۔د هند د موسمياتو محكمي (آئی ایم ډی) ووئيل اډیشه ساحلی سيمو پشمول بھونیشور او كټك ښارونو كښې هم د خالي په ورځ زيات باران شوې ؤ او د ریاست په ځيني برخو كښې به رارورانو څلورو ورځو كښې هم داسې صورتحال برقرار وي۔









