بيجنګ 30 اګست(اے پی پی) خارجه چارو لپاره د چين مركزي كمېشن ډائرېكټر وانګ يې په بيجنګ كښې د عرب پارليمنټ سپيكر عادل العسومي سره ملاقات كړې۔ د چين خبري اژانس له مخې د ملاقات په مهال ده ووئيل چې چين عرب هېوادونو سره په ګډه عملي مرسته قوي كولو او د يو بل د تهذيبونو څخه د زده كړې عمل ته ودې وركولو لپاره چمتو دے ۔ ده د …
خارجه چارو لپاره د چين مركزي كمېشن ډائرېكټر د عرب پارليمنټ سپيكر سره ملاقات
بيجنګ 30 اګست(اے پی پی) خارجه چارو لپاره د چين مركزي كمېشن ډائرېكټر وانګ يې په بيجنګ كښې د عرب پارليمنټ سپيكر عادل العسومي سره ملاقات كړې۔ د چين خبري اژانس له مخې د ملاقات په مهال ده ووئيل چې چين عرب هېوادونو سره په ګډه عملي مرسته قوي كولو او د يو بل د تهذيبونو څخه د زده كړې عمل ته ودې وركولو لپاره چمتو دے ۔ ده د مصر٬سعودي عرب او متحده عرب امارات(يو اے اي)ته په بركس كښې په شاملېدو مباركي وركړه۔ده ووئيل چې زمونږ هېواد د فلسطين مسئلې زر او د منصفانه حل ملاتړ كوي۔په دې موقع عادل العسومي ووئيل چې سعودي عرب چين ته د يو باور وړ سټرټيجك پارټنر په توګه ګوري او د هغوي لخوا د وړاندې كېدونكو مهمو اقدامات ستائنه او ملاتړ كوو۔ده ووئيل چې دوه اړخيزه اړيكې نوې كچې ته رسولو لپاره چمتو يو۔









