ماسكو 30 اګست(اے پی پی)د روسيه په مينځنۍ سيمه كښې د اېف اېس بي يوه چورلكه رالوېدو سره تباه شوې چې په نتيجه كښې يې درې تنه مړه شوي۔ د سعودي خبري اژانس له مخې ځايې ګورنر اليكسي ټيكسلر د پېښې سبب ښودلو نه غېر وئيلي چې چې اېم آئي 8 چورلكه د چیلیابنسک سيمې كرانسوپول كلي سره نزدې رالوېدو سره تباه شوې۔ ګورنر په سوشل مېډيا د ابتدائي اطلاعاتو …
په روسيه كښې د اېف اېس بي چورلكې پرېوتو پېښه ٬ درې تنه مړه
ماسكو 30 اګست(اے پی پی)د روسيه په مينځنۍ سيمه كښې د اېف اېس بي يوه چورلكه رالوېدو سره تباه شوې چې په نتيجه كښې يې درې تنه مړه شوي۔ د سعودي خبري اژانس له مخې ځايې ګورنر اليكسي ټيكسلر د پېښې سبب ښودلو نه غېر وئيلي چې چې اېم آئي 8 چورلكه د چیلیابنسک سيمې كرانسوپول كلي سره نزدې رالوېدو سره تباه شوې۔ ګورنر په سوشل مېډيا د ابتدائي اطلاعاتو حوالې سره په پېښه كښې د درې كسانو د مرګ تصديق كړے دے او وئېلې يې دي چې چورلكه د اېف اېس بي سيكورټي سروس په استعمال كښې وه۔د دې د رالوېدو له امله كومې ودانۍ يا كسانو ته زيان نه دے رسېدلے









