مالې 27 جولائي (اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف د مالدیپ درې ورځنۍ سركاري دورې بشپړېدو نه پس د زيارت په ورځ هېواد ته راستون شو۔ د مالے په وېلانا نړيوال هوائي مېدان د مالديپ اولس مشر وړومبۍ مېرمن او د كابينې غړو وزیراعظم ته په درناوي سره په مخه دې ښه ووئ او ورته ئې د دورې د عكسونو البم هم وړاندې كړو۔ د دورې په مهال مېرمن …
د وزیراعظم محمد نواز شریف د مالدیپ درې ورځنۍ سركاري دوره بشپړه شوه

مزید خبریں
مالې 27 جولائي (اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف د مالدیپ درې ورځنۍ سركاري دورې بشپړېدو نه پس د زيارت په ورځ هېواد ته راستون شو۔ د مالے په وېلانا نړيوال هوائي مېدان د مالديپ اولس مشر وړومبۍ مېرمن او د كابينې غړو وزیراعظم ته په درناوي سره په مخه دې ښه ووئ او ورته ئې د دورې د عكسونو البم هم وړاندې كړو۔ د دورې په مهال مېرمن كلثوم نواز٬ د وزیراعظم د خارجه چارو صلاحكار سرتاج عزیز٬ سناتور پروېز رشيد او نور اعلٰې چارواكې هم وزیراعظم سره ملګري ووئيل۔ وزیراعظم د مالديپ د آزادۍ ورځې په 52م كال دستورو كښې د خاص مېلمه په حېث ګډون لپاره د مالديپ اولس مشر عبداللہ یامین عبدالقیوم په بنه تللې ؤ ۔ وزیراعظم د آزادۍ ورځې دستورو كښې د ګډون نه علاوه د مالديپ اولس مشر سره باضابطه خبرې وكړي۔ په دې موقع د دواړو هېوادونو ترمېنځِه د تجارت ٬ سېلګرۍ ، ماحولیاتي بدلون او د تعليم پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې د تفاهم په يادښتونو لاسليك هم شوي۔د وزیراعظم د دورې په پائې كښې د ګډې اعلاميه هم جارې كړې شوې











