د كورنيو چارو وفاقي وزير د سندھ رېنجرز ډي جي سره ټېلي فومي تماس

اسلام آباد 26 جولائي (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثارعلي خان د سندھ رېنجرز ډي جي مېجر جنرال محمد سعید سره ټيلي فوني تماس نيولې دې ٬ د رېنجرز لخوا په دې وروستيو كښې په سوئيلي افريقه او برتانيه كښې موجود نېټ وركس سره د تعلق لرونكو تورنو نيولو پحقله وفاقي وزير ته بريفنګ وركړې شوې۔د داخله وزارت وياند له مخې داخله وزير په كراچۍ كښې امن …

اسلام آباد 26 جولائي (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثارعلي خان د سندھ رېنجرز ډي جي مېجر جنرال محمد سعید سره ټيلي فوني تماس نيولې دې ٬ د رېنجرز لخوا په دې وروستيو كښې په سوئيلي افريقه او برتانيه كښې موجود نېټ وركس سره د تعلق لرونكو تورنو نيولو پحقله وفاقي وزير ته بريفنګ وركړې شوې۔د داخله وزارت وياند له مخې داخله وزير په كراچۍ كښې امن او امان په ځائې ساتلو او د قانون ماتوٶنكو عناصرو سرټيټۍ لپاره د سندھ رېنجرز د كاركردګۍ ستائنه وكړه۔ داخله وزير د سندھ رېنجرز ډي جي ته په دې لړ كښې تفصيلي رېفرنس وزارت ته د رالېږلو امر وكړو۔ د رېنجرز لخوا د رالېږلي شوي رېفرنس په رڼا كښې به دا معامله د سوئيلي افريقې او برتانې حكومتونو سره پورته كولې شي۔ داخله وزير چوهدري نثارعلي خان ووئيل دا خبره سنګينه او ډېر د تشويش ده چې په سوئيلي افريقه او د برتانيې خاوره كراچۍ كښې قتل او غارت او ترهه ګرۍ لپاره كارولې كېږي٬ مونږ به د دواړو هېوادونو حكومتونو سره په ثبوتونو دا معامله پورته كوٶ