وزیراعظم محمد نواز شریف په درې ورځنۍ سرکاری دورہ مالدیپ ته لاړو

اسلام آباد 25 جولائی (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف په درې ورځنۍ سرکاری دورہ مالدیپ ته لاړو ، وزيراعزم به (نن) په 26 جولائی د مالدیپ 52مې آزادۍ ورځې دستورو كښې د خاص ميلمه په حيث ګډون كوي۔ دې د اولس مشر عبداﷲ یامین عبدالقیوم په بلنه د 25 نه تر 27 جولائی د جمهوریه مالدیپ سرکاری دورہ کوي، بیګم کلثوم نواز، د وزیر اعظم د خارجه چارو …

اسلام آباد 25 جولائی (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف په درې ورځنۍ سرکاری دورہ مالدیپ ته لاړو ، وزيراعزم به (نن) په 26 جولائی د مالدیپ 52مې آزادۍ ورځې دستورو كښې د خاص ميلمه په حيث ګډون كوي۔ دې د اولس مشر عبداﷲ یامین عبدالقیوم په بلنه د 25 نه تر 27 جولائی د جمهوریه مالدیپ سرکاری دورہ کوي، بیګم کلثوم نواز، د وزیر اعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزیز، سناتور پروېز رشید او نور اعلیٰ چارواكي هم ده سره دي۔ د دورې په مهال به وزیراعظم محمد نواز شریف د مالدیپ اولس مشر سره باضابطه خبرې اترې كوي دغسې په دې موقع به په بيلو څانګو كښې د مرستې لپاره د مفاهمت په يادښتونو او لوظنامو لاس ليك هم كولې شي۔ دا خبره د يادونې وړ ده پاکستان مالدیپ سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي كومې چې په شريك احترام او باور اډانه دي۔ مالدیپ سره سفارتی اړيكې په 26 جولائی 1966ء جوړې شوي وې كومې چې وخت په وخت لا قوي كېږي۔ دواړه هېوادونه د شريك اهمیت په چارو په سيمه ايز او نړيوال فورمز د يو بل مرسته كوي۔ د وزیراعظم دورې سره به سیاسی، تجارتی، اقتصادی، دفاعی، سیلګرۍ، تعلیمی او په اولسي كچه رابطو پشمول ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكو ته لا وده ترلاسه شي ۔