د هند دوهم هائي كمشنر خارجه دفتر ته راوبللې شو٬په كنټرول لائن په خلاف ورزو ورته احتجاج رېكارډ كړی شو

اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي)د هند د اړخه په لائن آف كنټرول د ډزو په خلاف ورزيو د هند دوهم هائي كمشنر جے پي سنګھ خارجه دفتر ته راوبللې شوې۔ډائرېكټر جنرل ډاكټر محمد فيصل د هند دوهم هائي كمشنر راوبللو او د هندي عسكرو د اړخه په ليپه سېكټر كښې په 21 جولائي 2017 د ډز بندۍ خلاف ورزي ئې غندنه وكړه چې په نتيجه كښې يې يو …

اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي)د هند د اړخه په لائن آف كنټرول د ډزو په خلاف ورزيو د هند دوهم هائي كمشنر جے پي سنګھ خارجه دفتر ته راوبللې شوې۔ډائرېكټر جنرل ډاكټر محمد فيصل د هند دوهم هائي كمشنر راوبللو او د هندي عسكرو د اړخه په ليپه سېكټر كښې په 21 جولائي 2017 د ډز بندۍ خلاف ورزي ئې غندنه وكړه چې په نتيجه كښې يې يو 12 كلن عمير شهيد شوې او درې نور ژوبل شوي۔د تېرو څلورو ورځو په مهال د هندي عسكرو د اړخه د ډزبندۍ دا دريمه خلاف ورزي وه۔د روان كال په مهال هند په لائن آف كنټرول او وركننګ باؤنډري د ډزبندۍ 618 ځله خلاف ورزي كړې دغسې په دې پیښو كښې وګړي په نښه كړې شوي او دا د بشري حقونو خلاف ورزي ده۔ډائرېكټر جنرل ډاكټر محمد فېصل په هند زور راوړو چې د 2003 ډزبندۍ لوظ نامې احترام وكړي او د ډزبندۍ د خلاف ورزيو د پېښې پلټنې وكړي