اسلام آباد 19 جولائي (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب پاكستان ټېلي ويژن ته د آزادۍ ورځې د 70كال دستورې پھ ښه ډول لمانځلو لپاره د خاص پروګرامونه تيارولو سپارښتنه كړی ده ۔د پي ټي وي اعلٰی چارواكو په لار ښووه كښې د پروګرامونو رېكارډنګ پېل شوې۔د پي ټي وي اسلام آباد سنټر څخه وړاندې كېدونكې پروګرام ايكسپيډېشن پاكستان او ملټي لينګول سندرې رېكارډنګ لپاره د …
د آزادۍ ورځې د 70 كال دستورې پھ ښه ډول لمانځلو له دې خاص پروګرامونه جوړ كړی

مزید خبریں
اسلام آباد 19 جولائي (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب پاكستان ټېلي ويژن ته د آزادۍ ورځې د 70كال دستورې پھ ښه ډول لمانځلو لپاره د خاص پروګرامونه تيارولو سپارښتنه كړی ده ۔د پي ټي وي اعلٰی چارواكو په لار ښووه كښې د پروګرامونو رېكارډنګ پېل شوې۔د پي ټي وي اسلام آباد سنټر څخه وړاندې كېدونكې پروګرام ايكسپيډېشن پاكستان او ملټي لينګول سندرې رېكارډنګ لپاره د پي ټي وي ډلې د ټول هېواد دوره كوي۔ملټي لينګويج سندره د هېواد په 12 سيمه ايزو ژبو مشتمل يوه سندره ده چې پكښې د انسانيت په ښه ډول څرګندونه شوې۔”پاكستان سپيچيز”تقريري مقابله ده چې پكښې به ځوانان د خپلو صلاحيتونو څرګندونه كوي۔”پاكستان كوئز”كښې به د پاكستان په اړه پوښتنې او ځوابونه كولې شي۔”ميں هوں پاكستان” به د دې نشرياتو يو منفرد پروګرام وي چې پكښې به د ژوند په بېلو څانګو كښې صلاحيتونه ترسره كونكي پاكستاني ځوانان قام سره معرفي كولې شي۔د دې نه ځانله خاص مشاعرې٬ملي نغمې او نور پروګرامونه به هم د نشرياتو برخه وي۔











