پېښور 19جولائی (اے پی پی) د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د وړومبي صف كردار ترسره كونكي د خېبرپښتونخوا پولیس يو زر 361 ځوانانو د 17 كلونو په مهال د خپلو ځانونو قرباني وركړي دي ۔شهادت ترلاسه كوونكو كښې د ایډېشنل آئی جی صفت غیور،ډی آئی جیزعابد علی ،ملك محمد سعد پشمول پولیس افسران شامل دي ۔ د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې يو نيم زره څخه زيات …
د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د تيرو 17 كلونو په مهال د خېبر پښتونخوا پولیس يو زر 361 ځوانان شهيدان شوي

مزید خبریں
پېښور 19جولائی (اے پی پی) د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د وړومبي صف كردار ترسره كونكي د خېبرپښتونخوا پولیس يو زر 361 ځوانانو د 17 كلونو په مهال د خپلو ځانونو قرباني وركړي دي ۔شهادت ترلاسه كوونكو كښې د ایډېشنل آئی جی صفت غیور،ډی آئی جیزعابد علی ،ملك محمد سعد پشمول پولیس افسران شامل دي ۔ د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې يو نيم زره څخه زيات ځوانان ژوبل شوي دي ۔ د پېښور پولیس لائن څخه ترلاسه شوي راپور له مخې د ترهه ګرۍ په ضد د جنګ په مهال تيرو 17 كلونو كښې يو ایډېشنل آئی جی صفت غیور ،دوه ډی آئی جی عابد علی ،ملك سعد ، 7 اېس پیز ،22 ډی اېس پیز ،25 انسپكټران ،101 سب انسپكټران ،89ایډېشنل سب انسپكټران ،133هیډكانسټېبل او981 كانسټېبلز قربانی وركړې ده ۔ تر ټول زيات شهادتونه په 2009ء كښې 207 ،2008ء كښې 176 او 2011 كښې 148 شوي دي ۔ 2000 كښې 11، 2001ء كښې 16،2002 كښې 17،2003 كښې 32، 2004ء كښې 16،2005 كښې 8، 2006 كښې 28، 2007ء كښې 107، 2008ء كښې 276، 2009ء كښې 207،2010ء كښې 101، 2011ء كښې 148، 2012ء كښې 94، 2013ء كښې 133، 2014ء كښې 108، 2015ء كښې 65،2016ء كښې 71 او تر 10جولائی2017ءكښې 23 ځوانانو قرباني وركړي دي ۔ دغسې بيلو ځانمرګو بريدونو او چاؤدنو كښې 2 زره 621 ځوانان ژوبل شوي دي چې پكښې 2006 كانسټېبلز،209هیډ كانسټېبلز،157 اے اېس اآئی،174اېس آئی،39انسپكټران ،26 ډی اېس پی،8 اېس پی او دوه اے اېس پی شامل دي۔ د دستاویزات له مخې 1970 نه تر 2017ء يو زر 638 پولیس ځوانان شهيدان شوي دي











