اسلام آباد 19 جولائي (اے پي پي) پاکستان د هند دوهم هائي كمشنر خارجه دفتر ته راغوښتلو سره په اېل او سي د هندي پوځ لخوا د ډزو په نتيجه كښې د دوه وګړو په شهادت سخت احتجاج كړے دے۔ د خارجه دفتر وياند له مخې ډائرېكټر جنرل (سارك و سوئيلي آسياء) د شورو په ورځ د هند دوهم هائي كمشنر جے پي سنګھ خارجه دفتر ته راوبللو او د …
د هند دوهم هائي كمشنر خارجه دفتر ته راوغوښتل شو

مزید خبریں
اسلام آباد 19 جولائي (اے پي پي) پاکستان د هند دوهم هائي كمشنر خارجه دفتر ته راغوښتلو سره په اېل او سي د هندي پوځ لخوا د ډزو په نتيجه كښې د دوه وګړو په شهادت سخت احتجاج كړے دے۔ د خارجه دفتر وياند له مخې ډائرېكټر جنرل (سارك و سوئيلي آسياء) د شورو په ورځ د هند دوهم هائي كمشنر جے پي سنګھ خارجه دفتر ته راوبللو او د هند لخوا د جولائي په 18مه نيټه په باروه او اندره سېكټرو كښې په اېل او سي د هند د ناتاره ډزو په نتيجه كښې د دوه وګړو په شهيد كېدو سخت احتجاج رېكارډ كړې۔ په دې لړ كښې هندي دوهم كمشنر ته احتجاجي مراسله هم وركړه چې پكښې ليكلے شوې ٶ چې هند پرله پسې په اېل او سي د ډز بندۍ د لوظنامې خلاف ورزي كوي۔ د هند هائي كمشنر ته ووئيل شول چې په سوېلين قصداً ډزې د غندنې وړ او د انساني عزت او د نړيوالې قوانينو خلاف ورزي ده۔ په هند زور رواړلې شو چې ھغه د ډز بندۍ په لوظنامې د ھغې د روح له مخې عمل وكړي











