پاكستان كله هم د خپلې قامي ګټې سودا نه ده كړې٬مونږ د بدلېدنكو حالاتو له مخې د تللو صلاحيت لرو

اسلام آباد 19 جولائي (اے پي پي) د خارجه چارو صلاحكار سرتاج عزيز وئېلي دي پاكستان كله هم د خپلې قامي ګټې سودا نه ده كړې٬مونږ د بدلېدنكو حالاتو له مخې د تللو صلاحيت لرو٬د پاكستان خارجه پالېسي د هېواد د ګټو له مخې ده٬د تېرو څو كلونو پھ مهال مونږ د ترهه ګرۍ په ضد ځانګړی كاميابۍ ترلاسه كړی ٬ايران سره زمونږ اړيكې قوي او مثبتې دي٬د شنګهائي مرستې …

اسلام آباد 19 جولائي (اے پي پي) د خارجه چارو صلاحكار سرتاج عزيز وئېلي دي پاكستان كله هم د خپلې قامي ګټې سودا نه ده كړې٬مونږ د بدلېدنكو حالاتو له مخې د تللو صلاحيت لرو٬د پاكستان خارجه پالېسي د هېواد د ګټو له مخې ده٬د تېرو څو كلونو پھ مهال مونږ د ترهه ګرۍ په ضد ځانګړی كاميابۍ ترلاسه كړی ٬ايران سره زمونږ اړيكې قوي او مثبتې دي٬د شنګهائي مرستې په تنظيم كښې د پاكستان غړېتوب٬د جي اېس پي پلس لوظ نامه او روسيې سره زياتېدونكې اړيكې دا تاثر نفي كوي چې پاكستان د تنهائۍ ښكار دے۔د شورو په ورځ په سېنېټ كښې د سناتور تاج حېدر او نورو سناتورانو په تحريك بحث راغونډولو سره ده ووئيل د نړۍ ټول هېوادونه بدلېدونكو حالاتو سره خپله خارجه پالېسي اختياروي۔ده ووئيل اتحاد بدلېږي خو مفادات يو شان وي۔پاكستان كله هم د خپلې ګټې سودا نه ده كړې او نه به يې وكړي٬ ده ووئېل مونږ د بدلېدنكو حالاتو له مخې د چلن صلاحيت لرو٬ټول هېوادونه د بدلېدونكو مجموعي حالاتو له مخې خپلې خارجه پالېسۍ جوړوي٬ يو هېواد هم د خپلو خواهشاتو او ترجيحاتو له مخې د چلن صلاحيت نه لري۔ده ووئيل د دې مثال د مينځني ختيز صورتحال پريكزټ او داسې نور۔ده ووئيل چې كله هند ته د اتومي چاودنو د ځواب وركولو وخت راغلو نو نړيوال فشار باوجود پاكستان ځواب وركړو۔ده ووئيل ايران سره قوي او مثبتې اړيكې لرو۔اولس مشر روحاني په مارچ 2016 او مارچ 2017 كښې د پاكستان دورې كړې وه ٬زمونږ اقتصادي مرسته زياتېږي۔ده ووئيل ايران د بېلټ او روډ نظريې برخه دے۔آيت الله خامنائي پھ خپلو وروستو بيانونو كښې د مقبوضه كشمير د اولس د هڅو ملاتړ كړی او خارجه دفتر يې هركلے كړے دے