د ضرب عضب عملياتو د لارې د قبائلی سيمو پشمول ټول هېواد كښې د ترهه ګرۍ نيټ ورك تباه كړې شوې

اسلام آباد 18 جولائي (اے پی پی) د خارجه چارو سلاكار سرتاج عزیز وئيلي دي د ضرب عضب عملياتو د لارې د قبائلی سيمو پشمول ټول هېواد كښې د ترهه ګرۍ نيټ ورك تباه كړې شوې، پاکستان د ترههګرو پھ ضد د فرق نه غير کارروائی کړي، مونږ د هر ډول ترهه ګرو په ضد يو او په خپله خاوره هيڅ ډول ترهه ګري نه شو زغملې، سيمه كښې كوټلي …

اسلام آباد 18 جولائي (اے پی پی) د خارجه چارو سلاكار سرتاج عزیز وئيلي دي د ضرب عضب عملياتو د لارې د قبائلی سيمو پشمول ټول هېواد كښې د ترهه ګرۍ نيټ ورك تباه كړې شوې، پاکستان د ترههګرو پھ ضد د فرق نه غير کارروائی کړي، مونږ د هر ډول ترهه ګرو په ضد يو او په خپله خاوره هيڅ ډول ترهه ګري نه شو زغملې، سيمه كښې كوټلي امن له پاك امريكا اړيكو ته اړتيا ده۔ د نهې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د مخالفې ډلې غړو لخوا په جمع کړې شوي تحریك د خيالاتو څرګندونې سره سرتاج عزیز ووئيل چې د امريكې سېنېټ آرمز سروسز کمېټۍ چیئرمېن جان مکین په مشرۍ کښې د 2 نه تر 3 جولائي 5 کسيزه امریکائي پلاوي د پاکستان دورہ کړې او په دې مهال ئې وزیراعظم او سلاكار سره ملاقاتونه كړي۔ د امریکې سناتورانو پلاوي سرلښكر سره ملاقات كړې او هغوي ئې د ترهه ګرۍ په ضد د عملياتو پھ اړه خبر كړي۔ دغه پلاوې بيا د پاكستان څخه افغانستان ته تللې دے چرته چې جان مکین افغانستان كښې د سلامتیا صورتحال او حکمت عملۍ فقدان په اړه د تحفظاتو څرګڼدونه كړې۔ ده ووئيل مونږ هم پھ افغانستان خپله تجزیه وړاندې كړې او دې خبرې ته سلا شوي يو چې هلته صورتحال خرابېږي۔ مونږ رائې وركړې چې د دې مسئلې پوځي حل نه دے او مفاهمتی حکمت عملی خپلولو ته اړتيا ده۔ده ووئيل بايد د امن عمل افغان قیادت او د افغانانو د لارې وشي۔ سرتاج عزیز ووئيل د حقانی نیټ ورك په اړه مونږ پلاوي ته ووئيل 2013ء راهسې حکومت د ضرب عضب عملياتو د لارې د قبائلی سيمو پشمول ټول هېواد كښې د ترهه ګرۍ نيټ ورك تباه كړې شوې، پاکستان د ترهګرو پھ ضد د فرق نه غير کارروائی کړي، مونږ د هر ډول ترهه ګرو په ضد يو او په خپله خاوره هيڅ ډول ترهه ګري نه شو زغملې۔ ده ووئيل مونږ د ټرمپ انتظامیه هم د خپلې تجزئې څخه خبره كړې۔ زمونږ پاليسې څرګنده ده۔ سرتاج عزیز ووئيل مونږ د خپلو قامي ګټو لپاره دا هر څه كوو او د دې د كوم بل هېواد د پالیسۍ سره هيڅ تعلق نشته۔